تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي او د هغه له لوري ټاکل شوي اجرايي ريیس عبدالله عبدالله ته د کار په پیلولو مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې له متحد او ولسواک افغانستان سره به د امریکا اړیکې لا پراخې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې د ښاغلي کیري پیغام خپور کړی. په دغه پیغام کې ویل شوي:«د امریکا متحد ایالتونه له خپلواک، د ملي حاکمیت خاوند، متحد او ولسواک افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته سترګې په لار دي.»
د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې د افغانستان دواړه سیاستوال له کلونو کلونو پېژني او دواړه هیوادپال او د خپل هیواد بریالیتوب ته ژمن کسان دي.
جان کیري د ولسواکۍ، پرمختګ او امنیت لپاره د افغانستان د تېر ولسمشر حامد کرزي هلې ځلې تایید کړي او ویلي یې دي چې له ولسمشر کرزي سره د امریکا اړیکې پر ځینو مسایلو د نه موافقې له کبله تر فشار لاندې راغلې وې.
د امریکا د ولسمشر یوه سلاکار او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه به د سې شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شي.