تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو ته ډاډ ورکوي چې واشنګټن د منځنۍ اسیا امنیت ته له دې سره سره ژمن دی چې له افغانستانه پوځیان باسي.
دواړه هیوادونه، چې له افغانستان سره پوله لري، د اسلامي سختدریځو د نفوذ له پراخېدو ډارېږي او امریکايي چارواکي اندېښمن دي چې د حکومت له لوري ځپونکي اقدامات به منفي اغېز ولري او بې ثباتي به زیاته کړي.
جان کیرينن /سې شنبه/ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په دوشنبې ښار کې ولیدل او ټاکل شوې ده چې نن ناوخته په عشق اباد کې له ترکمن ولسمشر قربان قُلي بیردي محمداوف سره وویني.
ده له تاجک ولسمشر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:«زه له تاجکستان او نورو هیوادونو سره د امریکا د متحدو ایالتونو د همکارۍ او د پولو د امنیت د ټینګولو پر ژمنې ټینګار کوم.»
جان کیري، چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په درې ورځني سفر سیمې ته تللی، تر دې مخکې د قرغیزستان، ازبکستان او قزاقستان له مشرانو سره هم خبرې وکړې.