تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن کابل ته راورسېد او ټاکل شوې ده چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې د هلوځلو په باب خبرې وکړي.

ښاغلی کیري، پرون له بحراینه عراق ته لاړ او په بغداد کې یې له عراقي چارواکو سره وکتل.

ښاغلی کیري به د کابل د سفر په لړ کې د نورو مسایلو ترڅنګ د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوو سندونو د عملي کېدو په اړه هم له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلی کیري به وروسته د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبریالانو ته څرګندونې وکړي.

ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له افغان چارواکو څخه وغواړي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیز ګروپ پنځمه غونډه جوړه کړي.

ټاکل شوې وه چې د دې بهیر پنځمه غونډه د طالبانو په ګډون په مارچ میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شي خو د سولې له خبرو سره د طالبانو مخالفت د دغه بهیر د تم کېدو سبب شو.

کابل ته د جان کیري تر رسېدو مخکې په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کربي وویل:«جان کیري به د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو سره د امریکا د متحدو ایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړي.»

One thought on “د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغی”
  1. دا ابلیس چې راشي نو هر وخت د ځان سره د افغانانو د وینو تویولو یو نوی فارمول راوړي. دده قدم ثابت شوی چې هیڅکله هم د نیکۍ نه وي او تل بد عواقب لري. دوی خو د باز پشان حالات له پورته څاري او چې لږ پدې پوه شي چې ددوی په ګټه نه دي خپله منهوسه پښه را اوږده کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *