تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پاکستان د نورو هیوادونو له دیپلوماتانو سره بد چلند کوي او نړیوال دیپلوماتیک قوانین نه رعایتوي.
د پاکستاني تلویزیون (اې آر وای) د راپور له مخې، مایک پامپیو وویل، امریکا د ۲۰۱۸ کال په بهرنۍ بودجه کې پاکستان ته د دې لپاره ډېره کمه برخه ټاکلې چې اسلام اباد له بهرنیو دیپلوماتانو سره ناوړه چلند کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه له منځه یوسي.
تر پامپیو وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر ریکس ټیلرسن هم په ځلونو له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې ویجاړې کړي خو پاکستان تراوسه پورې حاضر شوی نه دی چې د ترهګرو خلاف اقدام وکړي.
ویل کېږي چې د پاکستان ملکي حکومت حاضر دی چې د افغانستان او امریکا په ګډون له درستې نړۍ سره د ښو اړیکو د لرلو په خاطر د ترهګرو د ځالو پر ضد اقدام وشي خو د دغه هیواد پوځ او استخبارات لا هم په دې فکر کې دي چې یو وار بیا به افغانستان تر خپل اغېز لاندې راولي او ستراتیژیک عمق به ترلاسه کوي.