تاند- هماغسې چې اټکل کېده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن /سې شنبه/ نوي ډیلي ته ورسېد چې د دغه هیواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
ټیلرسن په داسې ورځ هند ته لاړ چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه هیواد ته تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون /دوشنبه/ له قطر څخه کابل ته راغی او په بګرام کې له افغان مشرانو سره له یو ساعت خبرو وروسته قطر او بیا بغداد ته لاړ.
ټیلرسن په داسې حال کې هند ته سفر کړی چې امریکا له پاکستان سره مرستې او د اړیکو پراختیا په دغه هیواد کې د تروریستي ځالو له ویجاړولو سره تړلي او اعلان یې کړی چې هند د نړۍ په دې برخه کې د امریکا باوري او مهم متحد هیواد دی.
ټیلرسن وویل«هند په نړیوال سټېج کې یوه باوري شریک ته اړتیا لري، او د امریکا متحد ایالتونه د هند لپاره همداسې شریک دی.»
هندي رسنۍ وايي چې نوي ډیلي ته د ریکس ټیلرسن د سفر هدف د هند او امریکا د ستراتیژیکو اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې او ثبات پر لارو چارو خبرې دي.
امریکا ویلي چې د پاکستان د نه همکارۍ په صورت کې به د افغانستان په مسله کې هند لا زیات ښکېل کړي. هند هم چمتووالی ښکاره کړی خو د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي ویلي چې د افغانستان په مسله کې د هند شاملول به د افغانستان لانجه نوره هم کړکېچنه کړي.
په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې ریکس ټیلرسن له ولسمشر غني سره یوځای او که جلا د هند له صدراغظم سره کتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په لړ کې وویل، فکر کوي چې منځلارې طالبان د خاصو شرایطو پر اساس د افغانستان په حکومت کې برخه لرلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلې ته په بګرام هوايي اډه کې خبرې کولې، وویل«که دوی تیار وي چې راشي، له تروریزم څخه لاس واخلي، تشدد بس کړي او سوکال او ارام افغانستان ته ژمن شي، د دوی لپاره په حکومت کې ځای شته… »
هندي رسنۍ وايي چې له صدراعظم مودي سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر کتنې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وکتل.
اشرف غني ماښام ناوخته بېرته کابل ته راوګرځېد.