تاند- پاکستان وايي چې د امریکا د بهبرنیو چارو وزیر جان کیري به ژر اسلام اباد ته ورشي څو له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیمه اسلم د پنجشنبې په ورځ په دې باب د خبرو په مهال بې له دې چې اسلام اباد ته د امریکا د باندنیو چارو وزیر د سفر دقیقې نېټې ته اشاره وکړي، وویل:«د پاکستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیکې خبرې په روانه جنورۍ میاشت کې کېږي او جان کیري به د یوه جګپوړي امریکايي پلاوي په مشرۍ په دې خبرو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته راشي.»
د پاکستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د خبرو لومړی پړاو د ۲۰۱۴ میلادي کال په جنورۍ کې په واشنګټن کې شوی و.
پاکستان غواړي چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقه وکړي خو امریکا د داسي موافقې لپاره یو لړ شرطونه لري. امریکا له پاکستانه د تروریزم پر ضد په جګړه کې د همکارۍ ترڅنګ له هند سره د کړکېچ کمولو او د اتومي وسلو د نه پراختیا غوښتونکې ده.
د پاکستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو خبرې په ۲۰۱۰ میلادي کال پیل شوې او له هغه وخته تراوسه پوري د دواړو هیوادونو په اړیکو کې څو ځلې لوړې ژورې رامنځته شوي دي خو د نوازشریف له واک ته رسېدا وروسته د امریکا او پاکستان اړیکې ښې شوي دي.
نوازشریف په ظاهره داسي ښيي چې له زړه د ترهګرۍ خلاف دی او له زړه غواړي چې په دې برخه کې له افغانستان او نړیوالو سره همکاري وکړي.
د تروریزم پر ضد د اقدام لپاره د پاکستان د حکومت پر له پسې ژمنو افغان چارواکي هم هیله من کړي دي.