تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن ناببره کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او نوې ستراتیژۍ خبرې وکړي.

ټیلرسن سیمې ته شپږ ورځینی سفر د شنبې په ورځ له سعودي عربستان څخه پیل کړ.

ده پرون /یکشنبه/ په رایاض کې د عراق او سعودي عربستان د همږغۍ شورا په غونډه کې ګډون وکړ او دواړه هیوادونه یې په سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره په خپل منځ کې همکاریو ته وهڅول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له دې کابل ته د تیلرسن تګ تایید کړ چې نوموړی له دوحې څخه کابل ته ورسېد او د افغانستان له ولسمشر سره یې ولیدل.

د امریکا سفارت وايي چې ټیلرسن له ولسمشر غني، اجرايي رييس عبدالله عبدالله او د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د افغانستان او جنوبي اسیا د نوې ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې وویل«ټیلرسن له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان له حکومت او په سیمه کې د امریکا له متحدانو سره په افغانستان کې د سولې او د تروریستانو د خوندي پناهځایونو د له منځه وړلو لپاره د ګډ کار ژمنه وبلله.»

ولسمشر غني د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ او د امنیت د ټینګښت لپاره یې د خپل حکومت له لوري د اصلاحاتو لپاره پر ژمنه ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ او د امنیت د ټینګښت لپاره یې د خپل حکومت له لوري د اصلاحاتو لپاره پر ژمنه ټینګار وکړ.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ټیلرسن او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان له ولسمشر غني ، اجرايي ريیس عبدالله او د ملي امنیت ريیس حنیف اتمر سره نژدې یو ساعت خبرې وکړې.

ټاکل شوې وه چې ټیلرسن د سعودي عربستان ترڅنګ قطر، پاکستان او هندوستان ته لاړ شي. د ده د سفر په اجنډا کې د افغانستان یادونه نه وه شوې. خو په دې تاکید شوی و چې ټیلرسن به په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د تطبیق په خاطر له پاکستاني چارواکو سره د دغه هیواد په خاوره کې د ترهګرو د پناهځایونو د بندولو په اړه زغردې خبرې وکړي.

ګومان کېږي چې ټیلرسن له کابل څخه اسلام اباد ته لاړ شي او تر اسلام وړاندې کابل ته د دې لپاره راغلی وي چې د پاکستان په وړاندې د دوو هیوادونو د دریځونو پر همږغولو مشوره وکړي.

ټیلرسن وویل چې سبا /سې شنبه/ پاکستان ته ځي چې له دغه هیواده وغواړي څو پخپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد مشخص اقدام وکړي.

دی به له پاکستان وروسته هند ته لاړ شي.

One thought on “د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په نااعلان شوي سفر کابل ته راغی”
  1. تصویر کې ځای ارګ راته نه ښکاري، چې دا به کوم ځای وي. خیر، که هرځای وي خو که نتیجه د افغانستان په ګټه وي ځای مهم نه دی. ځکه یو وخت اشرارو ان په مکه معظمه کې د سولې قسمونه وکړل، مګر بیایې په بیم ۴۰ مات کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *