تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون د امنیتي تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک له خپرېدو وروسته یو وار بیا د افغانستان له ولسمشره وغوښتل چې ژر تر ژره دا موافقه لاسلیک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سږ کال تر پای ته رسېدو مخکې له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په باب د مشورتي لویې جرګې پرېکړې او غوښتنې ته په اشارې وویل:«ما له امریکا او زموږ له نړیوالو متحدانو سره د اوږدمهال مشارکت او همکارۍ لپاره د افغانانو دومره کلک تایید نه شوای تصور کولی.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې همداراز وویل:«بل مهم ګام دا دی چې دوه اړخیزه امنیتي موافقه په لنډ وخت کې لاسلیک، او عملي شي چې د افغانستان د سوکاله او خوندي راتلونکې لپاره د دوو هیوادونو د همکارۍ بنسټ کېښودل شي.

د افغانستان او امریکا دوه اړخیز امنیتي تړون، د ولسمشر کرزي د لاسلیکېدو په صورت کې په افغانستان کې له لسو زرو تر شپاړس زرو بهرنیو پوځیانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکوي. همداراز د بګرام هوايي اډه د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه پوري دغو ځواکونو ته سپاري.

جان کیري وویل، افغانانو په لویه جرګه کې د امنیتي موافقې په تاییدولو د خپل هیواد د سولې او امنیت لپاره رایه ورکړې ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون په لویه جرګه کې وویل، په دې شرط به امنیتي تړون لاسلیک کړي چې امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستلو تضمین ورکړي.

کرزی وايي چې د افغانستان سوله په لومړی قدم کې د امریکا او په دوهم کې د پاکستان په لاس کې ده.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د مشورتي لویې جرګې له لوري د امنیتي موافقې تاییدول وغندل او د هغې پرېکړه لیک یې په افغانستان کې د امریکا د ګټو د ساتنې لپاره یو ګام وباله.

2 thoughts on “د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا د امنیتي موافقې د ژر لاسلیکېدو غوښتنه وکړه”
  1. د لويي جرګې له تایید روسته، ولسمشر کرزی باید د روان میلادي کال له پایته رسیدو مخکې دا پریکړه لاسلیک کړي

  2. دا مر یکا وزارت خا رجه بیړه او عا جله او دکرزی صا حب څنډ او تا خیر دموافقی نه امضا کول په کومه معنی دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *