تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو له وروستیو حملو وروسته د افغان او پاکستاني طالبانو په منځ کې وارخطايي رامنځته شوې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغو حملو کې د وسله والو طالبانو د کلیدی قوماندانانو په ګډون لږترلږه ۳۱ وسله وال سختدریځي وژل شوي دي.
امریکايي الوتکو د افغانستان د ننګرهار ولایت په نیازیان ولسوالي کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو هم بمباري کړې چې په نتیجه کې یې ۱۱ سختدریځي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
په کورمه ایجنسۍ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وروسته له دې زیات شوي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه او پاکستان ته یې د تروریستانو د پناهځایونو د برابرولو په خاطر خبرداری ورکړ.