تاند- د امریکا متحد ایالتونه د نړۍ ۱۰ ښځو ته د متحدو ایالتونو د ۲۰۱۵ کال د نړۍ د زړه ورو ښځو جایزه ورکوي.

په دې مناسبت په مراسمو کې، چې نن د متحدو ایالتونو په د بهرنیو چارو وزارت کې جوړېږي، د ولسمشر بارک اوباما مېرمن هم ګډون کوي.

د سږ کال د نړۍ د زړه ورې ښځې جایزې په ګټونکو کې د افغانستان یوه پېلوټه هم شامله ده.

نیلوفر رحماني د افغانستان د هوايي ځواک د وړو الوتکو لومړنۍ پېلوټه ده چې ټاکل شوې ده جایزه ترلاسه کړي.

اغلې رحماني
اغلې رحماني

اغلې رحماني اتلس کلنه وه چې په رسنیو کې یې واورېدل چې د افغانستان هوايي ځواک د پېلوټې د زده کړو لپاره د نجونو نومونه ثبتوي.

دې د اعلان له اورېدو دوه کاله وروسته یعني د ۲۰۱۲ کال په جولای کې د پېلوټۍ دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې او د همدغه کال په سپټمبر میاشت کې یې په یوه څلور سیټه یو ماشینه امریکايي الوتکه (Cessna 182) کې الوتنې پیل کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نیلوفر رحماني او د ۲۰۱۵ کال د نهو نورو زړه ورو ښځو د جایزې د ګټونکو ژوندلیکونه خپاره کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې ویل شوي، نیلوفر ابراهیمي له سختیو او ستونزو سره سره په خپل مسلک کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ او د سي ۱۲۰۸ پوځي کارګو الوتکو پېلوټي یې هم زده کړه.

خو کله چې طالبان خبر شول نو هم یې دې ته او هم یې د هغې د کورنۍ غړیو ته خبرداري ورکړل. د دې د

تبسم عدنان
تبسم عدنان

کورنۍ غړیو د احتیاط لپاره څو ځلي کور بدل کړ خو دې له خبرداریو سره سره کار ته دوام ورکړ.

دې کلکه اراده کړې چې خپل مسلک ته به دوام ورکوي.

دا همداراز هڅه کوي چې نورې ښځې او نجونې د افغانستان هوايي ځواک ته تشویق کړي.

له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو ښځو ته د شجاعت جایزه ورکوي چې استثنايي زړورتیا یې ښوولې وي او ځان یې سولې، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي مساوات او د سر د خطر په منلو د ښځو پیاوړتیا ته وقف کړی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نیلوفر رحماني اراده لري چې د طالبانو له خطر او تهدید او د خپلې کورنۍ له نارضیاتۍ سره سره پېلوټۍ ته دوام ورکړي.

د زړورتیا د جایزې بله ګټونکې د خیبر پښتونخوا د سوات درې اوسېدونکې د ښځو د حقونو مدافع او د (خویندو جرګې) مشره تبسم عدنان ده.

د خویندو جرګه د ښځو یوازینۍ ټولنه ده چې په سیمه کې د ښځو د ستونزو غم خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *