روزي خان منګل
یو چا له وزې سره زورونه وهل؛ کشوله یې خو نه تله. یوه لاروي ورته وویل، حلالولو ته یې بیایې؟
ده ورته کړه، دا هم ورته ووایه ښه به یې بوځې!
دا ټوکه د امریکا د خاص سرمفتش د دفتر تازه راپور را په یاد کړه.
د سرمفتش راپور وايي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۰ سلنه کم شوی دی. د جان سوپکو د دفتر ارزونې ښيي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر اوس ۳ لکو ته رسېږي، حال دا چې پخوا ۳۵۰۰۰۰ وو.
د سوپکو پر دغو څرګندونو لا لوېدیځو رسنیو شخوند واهه چې امریکا غږ پسې وویل، له نیمايي لږ څه زیاته خاوره د افغانستان د حکومت په لاس کې ده.
د افغانستان حکومت طالبانو ته بیا بیا د سولې بلنه ورکوي، د سولې شورا یې ورته جوړه کړې خو نتیجه نه ورکوي.
زه چې د طالب د دهشت و وحشت سخت مخالف یم، که طالب وای، او که مې تر پرونه پورې اراده وای چې سوله وکړم، د سوپکو د خبرو له اورېدو وروسته مې ولا که سوله کړې وای. ځکه چې په دې حساب ګټندوی یم.
زما او ښايي د ډېرو لپاره دا سوال وي چې ایا د امریکا ګټه په دې کې ده چې د افغانستان امنیتي وضعیت داسې کمزوری وښيي؟
ممکن ځینې فکر وکړي چې د امریکا ټولنه ازاده ده او هر څه بربنډ وايي! نو ایا امریکا خپل پوځي اسرار افشا کوي؟ څومره اتومونه لري، څومره اتومي خولۍ لري، څومره ….؟
ځینې ادعا کوي چې امریکا قصداً غواړي چې جنګ اوږد کړي او د جنګ په دوام کې ګټې ویني.
ما ته خو د امریکا لپاره د جنګ په دوام کې له یوې مسلې پرته بله ګټه نه ښکاري. هغه دا ده چې که جنګ وي څوک امریکا ته نه شي ویلی چې دلته نور څه کوي خپل ځواکونه دې وباسي.
د سیمې د هیوادونو ترڅنګ ممکن ډېر افغانان هم له خپل هیواده د امریکایانو د وتلو غوښتنه وکړي. خو که جنګ وي سره له دې چې زه په دې باوري یم چې د جنګ د دوام یو اصلي علت امریکا ده، د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتونکی نه یم ځکه چې پوهېږم چې د دوی له وتلو وروسته تر دې بد حال راځي.
تقریباً ۹۹ سلنه افغانان ممکن په دې باوري وي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو سره د نوي یمې لسیزې بدمرغۍ تکرارېږي.
دوی په څومره هوښیارۍ کار کړی؛ یوې خوا ته یې ډانګ نیولی او بلې خوا ته پړانګ ساتلی.
پړانګ (طالبان) به کله په دې لومه سر خلاص کړي؟
اصلا سیګار د افغانستان اوسنی واکدادرانو ته وای چه مونږ ته درواغ هم مه ووایی او د سولی څخه تیښته مه کوی ،مجبوریی چه واک شریک کړی ، نور یوه ولسوالی ټول هیواد نشی ځانته خوړلی