له هر دفتري کاره مې بد راځي، که مې په کوم دفتر کې کار بند وي مخکې تر مخکې ورته وارخطا یم. تر هر څه زیات انتظار راته سخته وي او اندېښنه له دې لرم چې راته وبه وايي چې پلانکی کاغد دې نه دی راوړی، بیا راشه.
تېره شپه د همدغو اندېښنو له کبله سم خوب رانغی. سهار وختي پاڅېدم، د هوټل په ساعت کې د سهار نهه نیمې بجې وې، زما اپاینټمینټ په ۱۱ بجې و. که څه هم هغه دفتر چې ورتلم، ۹ مایله لېري و خو بیا هم ناکراره وم چې ناوخته نه شي.
ماشومانو د سهار چای غوښت. د هوټل رستوران سهارنۍ وړیا راکوله. په رستوران کې مو نسبتاً ډېر وخت تېر کړ څو ځلي ذهن ته راغلل چې د هوټل له مقرراتو سره سم سهارنۍ تر ۹ بجو وي، دوی ولي رستوران نه بندوي. له ځان سره مې وویل ممکن دا خبره یې هسي د دې لپاره لیکلې وي چې خلک له عجلې کار واخلي، هماغه کار چې موږ افغانان یې کوو.
خو وروسته پوی شوم چې د هوټل ساعت ناسم دی.
له سهارنۍ وروسته مې هوټل والو ته وویل چې ژر ټکسي راوغواړي. دوی هم بیړه وکړه او ټکسي یې راوغوښت.
په امریکا کې خلک د اروپا په پرتله زیات صمیمي دي. که ټکسي چلوونکی وي یا دوکاندار داسي خبرې به درسره کوي لکه چې په ځلونو مو سره لیدلي وي.
زه د چلوونکي ترڅنګ کښېناستم، راته ویې ویل چوکۍ دې لږ شاته کړه، بیا یې زما د سیټ تکیه سمه کړه، ویې ویل«ستا خیال ځکه ساتم چې فکر کوم پیسې تاسو راکوئ.»
له دې ټوکې وروسته یې خبرې پیل کړې، ویې ویل د افغانستان یاست، ما ورته وویل څنګه پوی شوئ؟
ده وویل ستاسو له خبرو پوی شوم. ما په افغانستان کې څو میاشتې تېرې کړي دي.
دی د اتوپیا و.
ده وویل، په اتیایمه لسیزه کې په مسکو کې محصل و او د خپل تیزیس د بشپړولو لپاره کابل ته تللی و.
ده د افغانانو ډېر صفتونه وکړل او په عین حال کې یې په ناغوښتلي ډول وویل چې ډېر له زړه پاک اوساده خلک دي.
د افغانستان د جګړو یادونه یې وکړه، بیا بیا یې د طالبانو یادونه کوله چې څنګه کېدای شي چې په اوسنۍ نړۍ کې یو انسان نجونې او ښځې له تعلیم او نورو حقونو محرومې کړي.
ده ویل د دې لپاره دا خبره بیا بیا کوي چې ۷ لوڼې لري او د ښځو د حقونو سخت ملاتړی دی.
په خبرو- خبرو کې ما د دې لپاره چې په غیر مستفیم ډول ورته ووایم چې تاسو د نورو په درد ځکه پوهېږئ چې په خپله مو هم کړکېچن حالات لیدلي دي، ده وویل:«موږ یو ډېر متمدن ملت یوو، اروپایانو د تمدن نوم نه پېژانده خو موږ په نړۍ کې امپراتوري لرله. ایتوپیا ۷ زره کلن تاریخ لري، دا هسي خبره نه ده، بلکې ثیت شوی تاریخ دی. مصر، سوډان، سوریه او حتي عراق او ایران زموږ تر کنټرول لاندې ول.»
ده چې دا خبرې کولې، زما پر خپل پنځه زره کلن تاریخ شکونه زیاتېدل. خو په عین حال کې مې ویل چې ځه یوازې نه یوو.
سړي یو څه لاره هم اوږده کړه چې زیاتې پیسې واخلي خو تر غوږ مې ورتېره کړه چې مخکې تر مخکې مې لاره په ګوګل مپ (نقشه) کې سهي کړې وه چې ۹ مایله ده.
کله چې مو په دفتر کې کار خلاص شو، دباندې مو ټکسي نه شوای موندلی. یوه رستوران ته ورغلو، ورته ومو ویل چې ټکسي نه شو موندلی. هغوی ټکسي ته ټېلفون وکړ او موږ ته یې وویل تر څو چې ټکسي راځي په رستوران کې کښېنئ ځکه چې دباندې زیاته ګرمي ده.
د رستوران والا دا چلند هم زموږ لپاره د اروپایانو په پرتله غیر عادي و.
ټکسي راغی، دا ځل اول ما پوښتنه وکړه، تصادفاً چلوونکی د ایتوپیا و.
دی څلور کاله پخوا امریکا ته راغلی و. ما ورته وویل چې په دومره لږه موده کې د ټکسي چلول درته ګرانه نه دي، ده ویل چې د جي پي ایس په برکت اوس هرڅه اسانه شوي دي.
ده هم د خپل هیواد د خلکو د غیرت او زوړ تاریخ یادونې وکړې. ویې ویل چې تراوسه پوري هیڅ ځواک نه دی توانېدلی چې ایتوپیا ونیسي.
ما ورته وویل، دومره پوهېږم چې ستاسو هیواد د افریقا په ختیځ کې دی، د سمندر اوبو ته لاره لرئ؟ ویې ویل، له کله چې اریتریا راڅخه بېله شوې سمندر ته لاره نه لرو، اوس سوډان ته محتاجه یوو.
د ۲۰۱۵ جولای