تاند- د امریکا د سنا جرګې جمهوریپال مشر د جرګې له غړیو وغوښتل چې د متحدو ایالتونو له حکومته په کلکه وغواړي چې له سوریې او افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سوریې څخه د ځواکونو د ایستلو اعلان کړی خو د افغانستان په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
د سناجرګې د اکثریت مشر میچ مکنېل د سې شنبې په ورځ /جنوري۳۹/ وویل، سختدریځې اسلامي ډلې په دواړو هیوادونو کې د امریکا متحدو ایالتونو ته جدي خطر پېښوي.
ده همداراز وویل چې د پراخ منځني ختیځ د امنیت په لایحې کې یې د تعدیل وړاندیز کړی چې په هغه کې تر هغو پورې د امریکايی پوځیانو پر حضور ټینګار شوی چې القاعده، اسلامي دولت او نورې سختدریځې ډلې ماتې شوې نه وي.
ښاغلي مکنېل سنا جرګې ته په وینا کې وویل«موږ د نړۍ ژاندارم (پولیس) نه یوو، خو موږ د ازادې نړۍ مشران یوو او دا د امریکا مسوولیت دی چې د نړیوال تروریزم پر ضد د نړیوال ايتلاف مشري وکړي او زموږ له متحدانو سره ودرېږي.»
د پراخ منځني ختیځ د امنیتي لایحې پر تعدیل په سنا جرګه کې بحث کېږي خو تراوسه څرګنده نه ده چې کله به د تصویب لپاره رایو ته وړاندې شي.
د دې لپاره چې دا تعدیل پر قانون بدل شي د امریکا د استازو جرګې د غړیو او ولسمشر ټرمپ تصویب ته هم اړتیا لري. د استازو په جرګه کې دیموکراتان برلاسي دي.