که چیرې تاسو دا لیکنه په دې فکر لولئ چې په دې کې به تاسو د نړۍ د سیاست په باب څه ومومئ ، نو ډیر په معذرت سره وایم چی دې کې یوازې د امریکا د هغه سپیو ذکر شویدی چی په څلورو گرځي؛ لکۍ لري او امریکایان ورسره ژوند کوي.

وایي چې سپی یو وفاداره ځناور دی . دا خبره هغه څوک کوي چی د انسانانو جفا داړلی وي. سپی نور عیب نه لري فقط دا چی د سپي بچی دی. زمونږ خلکو کی د سپي بچی کیدل دومره بد گڼل کیږی ، څومره چی د خر بچی کیدل بده خبره ده. خو دلته امریکا کی سپی دومره حقوق لري که چرې د بشر د حقوقو وطني مبارزین ورنه خبر شي. نو بیا به وایي چی مونږ ته که نور نه وي د امریکا د سپو هومره حقوق خو راکړئ کنه. سپي خو لا څه کوې چې خره هم دلته دومره معتبره دي چې د یو ستر گوند د انتخابي نښې درجه ورکړل شویده او دا بل گوند هم د هاتي په غوږ کې اوده دی، دنیا ورته چغې وهي او دوي د خرو او سپو نه پرته چاته پام نه کوي.

سپی کیدل ښه کار نه دی خو د امریکا سپی کیدل هر یو سپي ته نه نصیب کیږي، امریکا کی چی سپی څومره په وزن کم وي ، هومره ېې قدر او قیمت زیات وي. دلته په دوکانونو کی د سپو د خوراک بیلې برخی وي؛ کله کله نا خبره مساپر ېې خپله د خوړو دپاره هم را اخلي. چی بیا پرې ټول عمر پیښمانه وي. دلته خو څوک دا هم نشي ویلی چې دا څه د سپو د خوراک شی دی. ځکه چی د سپو خوراک چې په څومره طریقه او سلیقه ایښودل شوی وي. وطن کې ډیرو انسانانو ته هم نه رسیږي .

دلته د انسان او د سپي یارانه دومره قوي ده چی انسان خو په درې حرفونو ویلو د خپل نه پردی شي . خو سپی تر هغې ورسره وفا کوی ، ترڅو ېې چې مالک یا سپي سترگې پټې کړې نه وي.

دلته د سپو میله لگیږي. سپو ته ښکلي ښکلي لباسونه اغوندي. خاوند ېې ورسره داسې گرځي لکه سپی چی نه وي اس وی او بیا د ټولو نه ښکلی سپی انعامونه گټی او خاوندان ېې ورسره عکسونه اخلي .

امریکا کې هر څه ډیر دي خو کوڅه ډب سپي نشته ،دلته بې پلاره ماشومان ډیر دي خو بې خاونده سپیان نشته .
ویل کیږي چې پخوا به د سگ پرستۍ په نوم د سپو عبادت کیدو خو اوس دا عبادت په عادت بدل شویدی او خلک د سپو عادت کوي .دلته د سپو سره دومره همدردي  او خواخوږي کیږي چی د فټ بال یو لوبغاړی چې په دې تورن دی چی نه یوازی سپي ېې جنگول بلکی مات شوی سپی ېې وژلی هم وه. هغه ته سخته سزا اورول شویده.

دا خو شوه د سپود حقوقو خبره . دلته د سپو سره یو شمیر مصروفیتونه او برکتونه هم تړل شویدي.

ډیر خلک دي چې د سپو په شفاخانو کی په کار کولو معاش گټي ؛ ځینی نور ې بیا د خلکو کورونو ته ورځي او د خلکو سپی وینځي ،چې کابل کې ورته سگ شویان ویل کیږي. بعضی نورې د سپو د دلاکانو یا نایانو په نوم مشهور دي ..

د سپو د وینځلو یا خرولو شهرت دلته دومره گټه نه رسوي څومره تاوان چې بیرته په وطن کی خلکو ته پیښوي او بیا د همدې وظیفې په سر بد بد یادیږي حالانکې د همدغو سپو د وینځلو ضه برکت لاس ته راغلې پیسی هلته لیږل کیږي او چرگان پرې خوړل کیږي. وايی چې  یو ورځ کوم چا امریکا کې میشته وطندار نه په ټیلي فون پوښتنه وکړه چې ایا دا ریښتیا دي چې زموږ وطنداران خارج کې سپي وینځی. نو دی ورته غصه کې وايي .ولې لمبولو ته دې زړه خو نه دی شوی؟. په دې خبره دواړه تر اوسه خفه دي.

امریکاي سپي که ځانته خاصیتونه لري نو ورسره یو شمیر احیتاطونه هم غواړي. یو دا چی دا یوازې په انگلیسي پوهیږي او زه نه پوهیږم چی کورې شه کورې شه ته په انگلیسي کی څه وايي؟ . نو که چې چرې په کوم امریکاي سپي باندې پیښ شوی یا هغه درباندې پیښ شو .نو ترجمان ورته ونیسی. ځکه چې یوازې ترجمان د سپو په انگلیسي پوهیږي. ځکه چی په پښتو هغه نه پوهیږي او انگلیسي کی کورې شه ویل مونږ ته نه ذده . بل دا چې امریکایی سپي به په کاڼو هم نه وولې؛ یوه وجه دا ده چې امریکا کې کاڼی موندل هم گران دي او که چرته په څه شي درنه سپی ولگیدو نو بیا ټول مسولیت دې په خپله غاړه دې . بیا به  په سپي د وار کولو مسولیت اخلې .سپی به دې چیچي او که نه خو د سپي خاوند به دې ډیر وچیچی .
امریکا کې به سپي ته د خوراک دپاره څه اچوې هم نه . ځکه چې امریکاي سپي توس نه وهي. توسن سپې خو یوازې په دریمه نړۍ کی موندل کیږي . د امریکا سپي هم ماړه وي بلکی اول ېې سپي خوري بیا د سپي سړی.

امریکا کې د سپو سره دومره احتیاط کیږي چی د سپي د زوی کنځا هم پکې نشته . کنځا کی مونث استمعالیږي او د سپۍ د زوی اصطلاح عامه ده . یوه وجه ې دا هم کیدای شي چی د سپي د پلار بلکې دلته خو د سړي د پلار  پته نه لگي.
امریکا کی سپی په ژوند کې ډیر مهم رول لري. لکه څنگه چی هلته وطن کی قریب هر کور کی ټوپک تمانچه پرته وي ،دلته قریب هر کور کی سپی یا سپۍ پرته وی. دا سپی ماښام خوا ته د قدم وهلو یا واک په وخت د یو ښه ملگري کار ورکوي، دې دپاره چې دا سپی په لاره کوم مرداري ونکړي ، نو مالک ېې د ځانه سره یوه خلته لفافه هم گرځوي چی د ده مرداري په زمکه پاتې نه شي. ټول ثبوتونه ختموي چې د سپي نوم بد نه شي.

سپی په ماشومتوب کی دساعتیرۍ، په نیماي عمر کی د چوکیدارۍ و او وروستي عمر کی د تنهاۍ ملگری بلل کیږي.ځکه چی یوازې د سپي بچي تر اخره یاري کوي . د سړي بچی خو د سړي نه لرې تښتي.

داسې ښکاري چې د امریکا سپي هم په خپل عزت او اهمیت پوه شوي دي . ځکه خو داسې نیغ نیغ گرځي او د دوي ژوند ته په کتو څوک چا ته نه شي ویلی چی هغه څه د سپي ژوند تیروي یا د سپي په مرگ مړ شو. امریکا کې د سپي ژوند چې څومره شانداره دی مرگ ې د هغې نه هم زیات گلداره وي.

سپی زموږ په عامه خبرو اولغت کې هم داسې یاد شویدی چی همیش بل چا ته منسوبیږي ، په کنځاو کی یادیږي. د سپی لکۍ یو مثال گڼل کیږي . دا هم وایي چې هغه سپی چی غاپي هغه خوړل نه کوي.خو دا ضمانت به څوک ورکوي چی یو سپی کله غپل پریږدي او داړل شروع کوي. ځکه چی د سپي څه پته لگي، اخر خو ټول سپي د سپي بچیان دي او د سپو په بچو څه اعتبار؟ نن سبا خو د سړو په بچو باور نشي کیدای ؛سپی خو بیا هم سپی دی. هر چا چی ورته هډوکی واچوه لکۍ ورته خوځوي او پښې ې مچوي.!!!

One thought on “د امریکا د سپیو کیسې / مطیع الله عابد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *