د امریکا کانګرس په ۱۷۹۰ م میلادي کال کې د امریکا د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن له لوري وړاندیز شوې طرحې ته، چې په (Residence Act)مشهوره شوه، رایه ورکړه او په دې ترتیب د پوتامک سین په غاړه د «واش��ګټن، ډي. سي.» ښار د امریکا د متحده ایالتو د پلازمېنې په توګه جوړ شو.
د دې سیمې، چې یوه برخه یې د امریکا او بریټانیا د جګړو په پایله کې سوځېدلې وه، د پلازمېنې په توګه بیا ابادولو څو لسیزې وخت ونیو، همداراز د هغه یوه برخه ځمکې په ۱۸۴۶م کال کې بیرته له ویرجینیا سره یوځای شوې.

د واشنګټن ښار د بیا جوړولو کار په دېرې چټکۍ سره پای ته ورسېد او د ۱۸۰۰ میلادي کال په لومړیو کې د امریکا کانګرس یعنې د دې هېواد د قانون جوړولو مرکز، خپلې ناستې او غونډې د «کاپیتول» په ماڼۍ کې کولې. جان ادمز د امریکا د دویم جمهور رئیس په حیث په همدې ماڼۍ کې د تحلیف مراسم پرځای کړل او له همدې ځایه يې خپل کار پېل کړ.
د کاپیتول ماڼۍ ته مخامخ د «مال» په نامه یوه پراخه او اوږده شنه سیمه موقعیت لري چې د هغې چارچاپېره د امریکا نورې تاریخي ودانۍ جوړې شوې دي او په شمالي برخه کې یې د ولسمشر د اوسېدو ځای (سپینه ماڼۍ) ده.
د کانګرس ماڼۍ په امریکا کې د قدرت څلی دی، دا هغه ځای دی که چېرې د امریکا ولسمشراکثریت له لاسه ورکړي له یوه قانوني کړکېچ سره مخامخ کېږي، په ځانګړي ډول د بودیجې د تصویب پر مهال. ځکه د امریکا فدرال حکومت نشي کولای د کانګرس له لوري د بودیجې له تصویب پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړي. په دې ترتیب که چېرې دولت له کانګرس سره د بودیجې د تصویب په برخه کې توافق ته ونه رسیږي نو خپل ځینې فعالیتونه د یوې مودې لپاره ځنډوي. په ۲۰۱۳ م کال کې د دولتي ادارو د فعالیتونو ځنډېډو، چې په امریکا کې د (شات داون) په نامه مشهور دي، تر دوه اوونیو دوام وکړ.
د ۲۰۱۸ م کال د ډسمبر په ۱۲ نېته هم د امریکا کانګرس یوشمېر ډیموکراتانو د ډونالډ ټرمپ دولت د وړاندیز شوې بودیجې، چې پکې د مکسیکو پر پوله د دیوال د رغولو لپاره بودیجه غوښتل شوې وه مخالفت وکړ او په پایله کې یې یو شمېر وزارتونه لکه د زراعت، سوداګرۍ، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او یو شمېر نورو دولتي ادارو فعالیتونه وځنډېدل او تر اوسه دا لړۍ دوام لري.
د امریکا مرکزي بانک او ستره محکمه هم په واشنګټن کې موقعیت لري او په ۱۹۴۳م کال کې د امریکا دفاع وزارت ودانۍ چې په «پنټاګون» مشهوره ده هم د واشنګټن په لمنه کې د ویرجینیا په ارلینګتن ښارګي کې جوړه شوه.
واشنګټن، ډي. سي. چې د امریکا د اساسي قانون له مخې جوړ شو، د نړېوال اقتصاد په برخه کې هم ځانته ځانګړی ځای لري، هغه ځکه چې په دې ښار کې د پېسو نړیوال صندوق او نړېوال بانک موقعیت لري.
دا ښار د امریکا په هېڅ ایالت پورې تړلی نه دی، بودیجه یې د کانګرس لخوا تصویب کېږي او اوسیدونکو یې له ۱۹۶۴م کال را په دې خوا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړې ده.