تاند- د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د الیکترونیکو وسایلو نړیوال نندارتون پرانستل شوی دی.

د رڼاګانو په دې ښار کې هر کال د نړۍ تر ټولو پرمختللي الیکترونیکي وسایل او تکنالوژي نندارې ته وړاندې کېږي.

د سږ کال په نندارتون کې جنرال موټرز شرکت خپل نوی جوړ کړی الیکترنیک یا برقي موټر نندارې ته ایښی دی. دا موټر، چې تراوسه یې په نندارتون کې زیان پام ځان ته اړولی دی، به ژر بازار ته راووځي.

ایچ ټي سي (HTC) شرکت داسي عینکې وړاندې کړي چې له (Vive) سیستمه په کار اخیستلو له حقیقي دنیا سره ارتباط ساتي او داسي کمرې لري چې په مجازي دنیا کې، د چاپېریال تصویرونه او د حقیقي دنیا شرایط پرې لیدل کېدای شي.

مایکروسافټ شرکت د ګلکسي پرو ایس (Galaxy TabPro S) سامسونګ داسي ټابلیټ نندارې ته ایښی په هغه کې د مایکروسافټ له پروګرامونو کار اخیستل کېږي.

د چین مشهور شرکتونه، چې د امریکا بازارونو ته د لارې په پرانستلو کې پاتې راغلي وو، دا ځل د موبایل ټېلفونونه او ټابلیټونه نندارې ته ایښي او د هغو په منځ کې هواوې (Huawei) زیات پام ځان ته اړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *