د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر

تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ایچ ار مک ماسټر نن /سې شنبه/ په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره د تروریزم او د افغانستان د ثبات په اړه خبرې وکړې.

مک ماسټر، چې دا یې سیمې ته لومړنی سفر دی، له افغانستان او پاکستانه وروسته پرون /دوشنبه/ ماښام هند ته ورسېد.

د هند د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم له صدراعظم نریندر مودي سره د ده په دفتر کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د کتنې په مهال د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول هم حاضر و.

دواړو خواوو د جنوبي اسیا پر امنیتي وضعیت او دغه راز په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د تروریستي ګواښونو او د اسلامي دولت د نفوذ د مخنیوي په برخو کې د همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.

سیمې ته د مک ماسټر سفر د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حکومت د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

ده په پاکستان کې هم له تروریزم سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

مک ماسټر له پاکستان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *