جان بولټن

تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، له تروریزم سره د مبارزې لپاره به امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

بولټن د تروریزم پرضد د امریکا د ماموریت دوام ضروري وباله؛ ویې ویل«امریکا پر طالبانو باور نه شي کولی نو موږ له طالبانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پوځیانو پر پاتې کېدو ټینګار کوو.»

تېره اوونۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پینتاګون د سرچینو په قول وویل، امریکا غواړي چې له ۳ زره تر ۵ زره پوځیان په افغانستان کې تر راتلونکو ۵ کلونو پورې پرېږدي چې د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وروزي.

بولټن بې له دې چې یادونه وکړي چې څومره امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي، د پاتې کېدونکو ځواکونو په اړه وویل، دا پوځیان به د تروریزم پر ځالې د افغانستان د بیا بدلېدو مخه نیسي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار همداراز وویل، طالبان له امریکا سره په خبرو کې د خپلو ګټو په لټه کې دي او امریکا پر دې ډلې باور نه شي کولی.

د ده په وینا له تروریزم سره مبارزه د امریکا لپاره مهمه ده ځکه چې په دې کار یې ډېره انرژي مصرف کړې ده.

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو سرچینو ویلي چې د ځواکونو د وتلو او له طالبانو د تضمین پر مسلو خبرې بشپړې شوي دي خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا امریکا د ځواکونو د ایستلو مهالوېش ټاکلی او که نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *