تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره وکتل.
په سپینه ماڼۍ کې د سي بي اېس تلوېزیون مشرې خبریالې مارګرېټ برینان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس، جنرال نېکلسن او نېک ایرس هم حاضر ول.
مایک پېنس ته په ارګ کې دننه د ولسمشرغني په حضور کې تشریفاتي قطعه تقدیم شوه او بیا د کتنې ځای ته لاړ.
د امریکا ټایم مجلې په خپل وېب سایټ لیکلي، چې مایک پېنس افغانستان ته له افغان مشرانو او امریکایي ځواکونو سره د کتنې لپاره تللی دی.
پېنس خواوشا څلور میاشتې وروسته له هغه افغانستان ته راغی چې ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره یوه نوې ستراتيژي اعلان کړه.
He came to say Merry Christmas to American service men.