تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د سایبري یا انترنټي امنیت څېړونکو وویل، د افغانستان د حکومت پر ګڼو ویبپاڼو د یوه ویروسي سافټ وېر له لوري، چې احتمالاً په چین پوري اړه لري، حملې شوي دي.
د انترنټي خطرونو د مخنیوي یا سایبر سیکوریټي کمپنۍ (ThreatConnect)، چې مرکز یې د امریکا د متحدو ایالتونو په ویرجنیا کې دی، وویل، څېړونکو یې تېره اوونۍ یو په ویروسو ککړ جاوا سکریپټ ومونده چې د افغانستان د حکومت (gov.af) په ویبپاڼو کې کارول شوی او د دغو ویروسو د مخنیوي لپاره کوم ویروس ضد یا (antivirus) نشته.
د تریټ کنیکټ د استخباراتو ريیس ریچ بارګر رویټرز خبري اژانس ته وویل، کمپنۍ یې یقیني ده چې د افغانستان د حکومتي سایټونو پر ضد دا ویروسي حمله، چې (Operation Poisoned Helmand) نومېږي، له (Poisoned Hurricane) سره ارتباط لري چې سږ کال یوې بلې کمپنۍ یعني (FireEye) یې څرک ولګاوه. پویزند هریکن له چینايي استخباراتو سره اړوند بلل شوی و.
ده وویل چې وروستی برید د دسمبر په شپاړسمه د افغانستان له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره د چین د صدراعظم لي کیکیانګ له کتنې سره په یووخت وشو.
له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته چین غواړي چې په افغانستان کې فعال رول ولوبوي.
بارګر وايي، چینایان د افغانستان د حکومت په ویبپاڼو کې د حملې او هلته د ځای پیدا کولو له لارې د نورو هیوادونو، چې پر افغانستان باور لري، سایټونو ته د ننوتو لپاره کار اخلي.
ده وویل چې همدا ډول ویروس سږ کال دوبی په پیکینګ کې د یونان د سفارت ویبپاڼې ته هم نفوذ کړی و.
د تریټ کنیکټ په وینا دا ویروس د افغانستان د عدلیې، بهرنیو چارو، پوهنې، اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت، مالیې او د ښځو چارو د وزارتونو د ویب سایټونو په شمول په بېلابېلو ویبپاڼو کې موندل شوي دي.
دا راپور په داسي وخت کې خپور شو چې د امریکا متحدو ایالتونو د سوني پیکچرز پر ضد له سایبري حملې سره له چین، جاپان، جنوبي کوریا او روسیې څخه د مقابلې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
واشنګټن د جمعې په ورځ شمالي کوریا په دې برید کې په لاس لرلو تورنه کړه.
ستاسې په پاڼه کې هم ما وائروس کشف کړي
زهء تاند پهء موبائل کې ګورم چې د خبر په خوند کې راشم نو خبر بند شي او بله پاڼه خلاسه شي
زړهء ئې را شين کړ