تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دغه هیواد د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په خپرو شویو ایمیلونو کې د آی ایس آی له لوري د ملاعمر د ساتنې او د نوموړي د مړینې په اړه معلومات لیدل کېږي.
په یوه ایمیل کې، چې استوونکی یې نه دی افشا شوی خو مېرمن کلنټن ته د بهرنیو چارو د وزارت په دوره کې لېږل شوی، ویل شوي چې ملا عمر وروسته له دې چې په ۲۰۰۱ کې له افغانستانه وتښتېد، آی ایس آی پناه ورکړه.
پاکستان ملا عمر ته، چې ویل کېږي دوه کاله پخوا د کراچۍ په روه یوغتون کې مړ شو، د پناه ورکړه په کلکه رد کړې ده.
امریکا هم ویلي چې داسي کره ثوبت نه لري چې د آی ایس آی له لوري ملا عمر ته د پناه ورکړه وښيي. خو د ۲۰۱۰ م کال د اګست په ۲۵مه مېرمن کلنټن ته په لیکل شوي برېښنالیک کې بل څه ویل شوي.
«زه ډاډه یم چې تاسو د دې پوره باوري سرچینې پر حقایقو پوهېږئ چې مثلاً څرنګه ملا عمر د آی ایس آی له لوري وساتل شو….»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د مېرمن کلنټن د شخصي سرور په خپرو شویو ایمیلونو کې د دغه برېښنالیک د خاوند نوم او ایمیل ادرس حذف کړای شوي دي.
د مېرمن کلنټن پر ایمیلونو ویلیم ډاریمپل په تبصره کې ویلي چې د پاکستان دولت د افغانستان د ورانولو او هند ته د ګوزار ورکولو لپاره د سختدریځو د روزلو اوږد تاریخ لري.
په ایمیل کې ویل شوي چې په ۲۰۰۱ کې ملا عمر پاکستان ته له تښتېدو وروسته د آی ایس آی تر سیوري لاندې په کوټه کې سانل کېده. د ده د ملېشو لپاره یې د کوټې په پښتون اباد کې مرکزونه جوړ کړل.
د ملا عمر اخوند مړینه تېره میاشت د طالبانو هغې ډلې، چې اوس یې ملا اختر محمد منصور مشر دي کوي، تایید کړه خو ویې ویل چې ملا عمر اخوند دوه کاله پخوا په خپل طبیعي مرګ مړ شوی و او دوی یې مړینه پټه ساتلې وه.
د طالبانو دې ډلې مخکې څو ځلي د ملا عمر د مړینې راپورونه رد کړي و حو وروستی ځل یې وروسته له دې د ملا محمد عمر پر مړینې اعتراف وکړ چې فدايي محاذ اعلان وکړ چې ملا عمر د ملا منصور له لوري وژل شوی او دوی په دې اړه کره ثبوت لري.