د کراچۍ بندر

تاند- د پاکستان ډان ورځپاڼې نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ لپاره د سمندر له لارې د کراچۍ بندر ته تر ۶۰۰ زیات پوځي وسایط رسېدلي دي.

ورځپاڼه وايي چې دا نقلیه وسایل، چې په افغانستان کې به د امریکا پوځ ته وسپارل شي، له یوې نسبتاً اوږدې مودې وروسته دغه بندر ته رسېږي.

ډان د رسمي اسنادو پر اساس وايي چې دا نقلیه وسایط له یو شمېر نورو وسایلو سره د امریکا مریلنډ ته نژدې له ویلمینګټن بندره په ایم وي ګلوفیس سن بېړۍ (MV Glovis Sun) کې د کراچۍ تر بندره رارسول شوي او تېره میاشت په کراچۍ بندر کې کښته شول.

ورځپاڼه وايي چې د راوړل شویو ټرکونو او نورو نقلیه وسایطو د ډول او څرنګوالي په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه کړي خو د کراچۍ بندر مامورین وايي چې هاموې زغرګاډي دي چې په افغانستان کې د امریکا پوځ ورڅخه ډېر کار اخلي.

د بندر مامورینو تایید کړه چې تر دې ۶ میاشتې پخوا هم د کراچۍ بندر له لارې په افغانستان کې د امریکا د پوځ لپاره یو شمېر کوچني هاموې زغرګاډي راوړل شوي ول.

دا نقلیه وسایط وروسته له دې رالېږل کېږي چې د امریکا حکومت افغانستان ته د نورو ځواکونو د رالېږلو پرېکړه وکړه.

تراوسه پورې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې چې د امریکا دفاع وزارت به افغانستان ته څومره نور ځواکونه راولېږي خو ویل کېږي چې د ۳ زره او ۴۵۰۰ ترمنځ به وي.

سره له دې چې د امریکا او ناټو اکثره ځواکونه په ۲۰۱۴ کال له افغانستانه ووتل او ټاکل شوې وه چې نور هم ووځي، خو طالبانو جګړې ته لا زور ورکړ. ویل کېږي چې د طالبانو د حملو د شدت له کبله امریکا مجبوره شوه چې نه یوازې پاتې ۸۴۰۰ سرتېري ونه باسي بلکې نور هم راولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *