تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، له افغانستان څخه به ټول ځواکونه وباسي، د امریکا د پوځ مرستیال رایان مک کارتې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، دوی ته لا دپوځ د کمولو یا هم افغانستان ته د ځواکونو نه استولو امر نه دی شوی.
نوموړي ویلي، امریکايي پوځ افغانستان ته د دریمه درجه پوځ یا ایس ایف ای بي یوه ډله د افغان ځواکونو د روزنې لپاره کابل ته استوي، نه یوازې دا بلکې نوموړي ویلي چې د لسمې هوايي قطعې فورټ ډرم ځواکونو هم له نیویارک څخه افغانستان ته د تګ امر ترلاسه کړی دی: (( زموږ د ایس ایف ای بي ځواکونه افغانستان کې ۹ میاشتې ماموریت ولري، زموږ ټول تمرکز په خپل ماموریت دی موږ ته کوم نوی هدف لا تر اوسه نه دی راکول شوی.))
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ په خپل تازه بیان کې ویلي، امریکا د افغانستان پولیسه نه ده، بلکې خپل ځواکونه به دغه هېواد کې کم کړي اما یو شمېر به یې وساتي.