تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول نن راپور ورکړ چې د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکه د کندهار په هوايي اډه کې غورځېدلې ده.

د امریکا پوځ وايي، دا (Q-9 Reaper) ډول الوتکه، چې ارزښت یې ۱۴ ملیون ډالره و، تېره شپه ولوېده.

د دې بې پېلوټه الوتکې د لوېدو له کبله چا ته زیان نه دی اوښتی.

تر دې ۳ میاشتې پخوا د افغانستان په جنوب کې د امریکا د پوځ یوه بله بې پېلوټه الوتکه غورځېدلې وه.

دواړه الوتکې د امریکا د پوځ د ۴۴۵ اکتشافي څانګې مربوطې وې چې د بګرام او کندهار په هوايي اډو کې ځای پر ځای دي.

پوځ وايي چې یو پلاوی به د دې الوتکې د لوېدو د علت په اړه پلټنه وکړي.

د امریکا پوځ په وروستیو کې هوايي بریدونه یو وار بیا زیات کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره میاشت په افغانستان کې خپل هوايي ځواک ته اجازه ورکړه چې د داعش پر ضد هوايي بریدونه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *