تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: د امریکا د کانګرس غړی مایکل والټز د اشرف غني له بریا وروسته رامنځته شوی سیاسي جنجال باید حل شي او په وینا یې طالبان هم که د سولې لپاره جدي نیت لري نو باید چې د افغانستان اساسي قانون ومني.
نوموړی وايي، د ټاکنو کمېسیون اشرف غني ولسمشر اعلان کړی او اوس باید تر مذاکراتو وړاندې کورنی جنجال حل کړای شي.
ښاغلی والټز همداراز وايي، که طالبان د سولې د پروسې د بریالي کولو لپاره رښتینې اراده ونه ښيي، نو غوره به دا وي چې د ټرمپ اداره له دغې ډلې سره معامله ونه کړي.
مایکل والټز د امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي، که طالبان رښتیني وي نو باید چې له القاعده او داعش ډلې سره په علني ډول اړیکې غوڅې کړي او د افغانستان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني.
د والټز په خبره که طالبان حتی د سولې تړون مراعات هم کړي نو په افغانستان کې له القاعده او داعش ترهګرو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو ځواکونو پاتې کېدل اړین دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان او امریکايي لوری راتلونکې شنبې پورې په قطر دوحه کې د ۲۶ هیوادونو د استازو په حضور کې د سولې د هوکړې لاسلیک ته انتظار باسي.
کله چی امریکا ملکی او نظامی او ګانګریس حکومت متضاد نظرونه سره پرتله کړو دی نتیجی ته رسیږو چی امریکا په افغانستان کی سوله نغواړی بلکی غواړی چی تیر په څیر بیا پاکستان ۳۳ میلیاردو ډالرو په شان پریمانه ډالر ورکړی او نظامی زده کړی او په افغانستان کی خپل نظامی وسایل هم د ۲۰۱۴ کال په شان پاکستان ته ورکړی ترڅو د داعش د پیاوړتیا کی ترینه کار واخلی او وروسته د ټرمپ یا بل ظالم او قاتل متعصب مشر له کامیابیدو د افغان ولس او نظامی ځواکونو او هم د هغو طالبانو چی د سولی له لاری دولت کی یوځای کیږی په وژلو لاس پوری کړی
یعنی دوی په خوله سوله ناری وهی مګر پاکستان ته وایی چی تکړه شه په افغانستان کی عام ولس وژنه ځکه دلته تر اوسه ټینګ او غښتلی نظام نشته چی د تا یعنی پاکستان د نظامی ځواک په مقابل کی ورته عکس العمل وښایی
همدا ډول دلته یی د مخکینیو ۷ یا ۸ جنګی ډلی ټپلو یا شمالی ټلوالی او کرزی د وخت زورواکو څخه مالی، سیاسی او نظامی ملاتړ کوی ځکه امریکا پوهیږی چی د کرزی په وخت کی عبدالله خیلو څومره نظامی وسایل پټ کړل چی آن تر دی یوځل پخپله همدا امریکا په پروان ولایت کی د یو جمعیتی قومندان په کور باندی برید وکړ چی زیاتره نظامی ډیپوګانی یی له مینځه بوتللی چی له همدی نظامی وسایلو یی بیا داخلی جګړی لپاره ګټه پورته کوله
داسی ویل کیږی چی روسیی هم له شمالی ټلوالی سره نظامی مرسته کړی او کوی یی
د ایران نظامی وژل شوی سلیمانی تصویرونه هم چی مسعود سره اخیستی وو میډیا ته ښکاره شول او حمید ګل وینا دا ښایی چی پاکستان استخباراتو هم ګلبدین او طالبانو په وړاندی شمالی ټلواله پیاوړی کولو کی کار اخیسته چی همدی پاکستان ته دهمدی امریکا په شمول روسیه برتانیی او ایران او همدارنګه چین مالی او نظامی مرسته ورکوله
پاکستان کی همدی جنګی ډلو ټپلو په یوه غونډه کی لیکلی وو چی جهاد افغانستان دفاع پاکستان
مګر نن بیا همغه جنګیالی د اشرف غنی خلاف دی ځکه غنی اوس د پاکستان ضعف نقطی باندی پوه دی نو ځکه پاکستان او ایران او همدارنګه برتانیه او امریکا او روسیه بیا غنی د راتګ مخه په همدی لنډغرو ډلو ټپلو نیسی چی زیاتره یی د ټاکنو نتیجی نه منی او په تیر ۵ کلنو کی شفافیت راتلولو لپاره الکترونیکی تذکری او بی کفایته وزیرانو او ریسانو په لیری کولو کی هم غبرګون ښودلو چی ژوندی مثال یی په وزارت خارجه کی ټول ولس ولیده چی زیاتره دولسم پاس او د پارلمان او عبدالله د ډلی نږدی کسان دی