تاند- ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان نن /سې شنبه/ د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو غړیو ته د افغانستان په اړه توضیحات ورکړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې اټکل کېږي چې د وسله والو خدماتو د کمېټې غړي به پر جنرال جان ایف کېمبل د ولسمشر بارک اوباما د پلان په خاطر، چې غواړي په افغانستان کې د پوځیانو شمېر لږ کړي، فشار راوړي.
امریکا اوس په افغانستان کې ۹۸۰۰ پوځیان لري او ولسمشر اوباما غواړي چې د هغو شمېر تر راتلونکې جنورۍ پوري ۵۵۰۰ تنو ته راټیټ کړي.
اوباما یو ځل مخکې خپل پلان ځنډولی دی. ټاکل شوې وه چې د روان ۲۰۱۶ کال تر پایه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رالږ شوای وای خو طالبانو د دې پر ځای چې جګړه ودروي، لا یې زور ورکړ.
د دې ترڅنګ چې طالبانو جګړه پراخه کړې، داعش هم سر راپورته کړی او دا د دې سبب شوی چې اکثره امریکايي چارواکي نه یوازې له افغانستانه د موجودو پوځیانو له ایستلو سره مخالفت وکړي بلکې پر ولسمشر اوباما فشار راوړي چې دې هیواد ته نور ځواکونه هم ولېږي.
مخکې یوازې جمهوریتپالو له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کاوه خو اوس دیموکراتان هم وايي چې پکار نه ده چې د پوځیانو په ایستلو کې له بیړې کار واخیستل شي.
د جمهوریتپال ګوند د ټکساس استازي او د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس مک تارنبیري د دوشنبې په ورځ وویل:«ما تل دا باور درلود چې د ځواکونو د ایستلو لپاره د وخت د محدودې ټاکل، تېروتنه ده.هڅوک نه شي ویلی چې څومره وخت پکار دی، ۵ کاله، ۱۰ کاله یا ۵۰ کاله.»
د جمهوریتپال ګوند سناتور ډي ماس د عراق د تکرارېدو خبرداری ورکړ. ده وویل چې له عراقه امریکايي پوځیان له اوږدمهالې سیاسي ستراتیژۍ پرته په بیړه ووتل. په نتیجه کې یې داعش یا آی ایس رامنځته شو او امریکا یې مجبوره کړه چې بېرته عراق ته مخه کړي.
د سمندري پلیو ځواکونو د قول اردو افسر مولټن وویل:«ما هیڅوخت د مهالوېش پر اساس د ځواکونو د ایستلو دفاع نه ده کړې. که د ځواکونو د شمېر د کمېدو له کبله امنیت خراب شوی وي، بیا نو ولي نور د ځواکونو شمېر نور هم لږ کړو.»
کېمبل به ژر تقاعد شي او د ده ځای به نوی نومول شوی قوماندان جنرال جان ډبلیو، مایک نیکلسن ونیسي.