تاند- د امریکا د کانګریس هغه غړې، چې دواړوه پښې یې په عراق کې پرې شوي، د سوچي د ۲۰۱۴ په پارالمپیک لوبو کې د ګډون کوونکي امریکايي پلاوي مشره غوره شوه.
په کانګریس کې د الینویس ایالت غړې ټامي ډکورت نن /یکشنبه/ غوره شوه چې د روسیې د سوچي د ۲۰۱۴ په پارالمپیک لوبو کې، چې راتلونکې میاشت پیلېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د پلاوي مشري وکړي.
ډکورت په ۲۰۰۴ میلادي کال په عراق کې هغه مهال سخته ژوبله شوه چې هیلي کوپتر یې وویشتل شوه او ولوېده.
په دې پېښه کې د دې دواړه پښې او لاس غوڅ شول.
له معیوبېدو وروسته ډکورت دوه ځلي د امریکا د معیبوبو لوبغاړو په ډله کې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی.
د امریکا اکثره معیبوب لوبغاړي د افغانستان او عراق د جګړو معلولان دي.