تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د ۱۶ ایالتونو لوی څارنوالانو د ۷ مسلمان اکثریت لرونکیو هېوادونو د اتباعو د محدودولو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ حکم وغانده.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې په دغو ایالتونو کې کلیفورنیا، نیویارک، او پنسلوانیا هم شامل دي.

د یادو ۱۶ ایالتونو لوی څارنوالانو نن یکشنبه /د جنوري ۲۹مه/ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، «مونږ دې ته ژمن یو چې یقیني کړو چې له دغه حکم څخه تر ممکن حده لږ کسان متاثر شي.»

په امریکا کې د ټرمپ د حکم پر ضد یوه مظاهره

د بي بي سي نړیوال سروېس د دغو لوی څارنوالانو له قوله لیکلي چې د ولسمشر ټرمپ دا حکم د اساسي قانون خلاف دی. ټرمپ په یوه ټویټ کې له خپل حکم څخه دفاع کړې او ویلي یې دي چې د هغه اداره غواړي دا مطمئنه کړي چې د یادو هېوادونو د اتباعو په هکله چې متحده ایالاتو ته ورځي کافي اندازه څېړنه وشي.

اسوسیټډ پرېس خبري اژانس لیکي چې ټرمپ د یوه قوي ډیپورټ کوونکي ځواک د جوړولو لپاره داسې یو اوږدمهالی پروګرام جوړوي چې محلي پولیس افسرانو ته دا صلاحیت ورکوي چې د کډوالۍ فدرالي قانون عملي کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو په بېلابېلو برخو کې د ټرمپ د بې درېغه حکمونو پر ضد مظاهرې ترسره شوي او په پام کې ده چې نن هم د دغو مبارزو لړۍ پسې پراخه شي.

د نیویارک یوه وتلي او اکثریت لرونکي سناتور چک شومر د ټرمپ د کډوالو ضد حکم په رد کې په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا د ازادۍ مجسمه ژاړي او پر مخ یې اوښکې روانې دي ځکه د کډوالو پر مخ د امریکا د ښه راغلاست هغه دود چې د امریکا د رامنځته کېدلو له وخت نه را روان وو پرمخ څپېړه وخوړه.

ویل کیږي چې پاکستان چې یو شمېر کارپوهان یې د ترهګرۍ لوی حامي ګڼي تر بندیز لاندې راغلیو ۷ هېوادونو په کتار کې نه دی شامل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *