تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو د سرمفتش (سیګار) په تازه درې میاشتني راپور کې نه یوازې پر اختصاص شویو او لګول شویو پیسو بحث شوی بلکې د افغانستان په اړه پراخې نورې مسلې هم راغلي دي.
په راپور کې ویل شوي چې امریکا په جرمني کې تر مارشال پلان په افغانستان کې زیاتې پیسې لګولي.
راپور په افغانستان او جرمني کې د امریکا د مرستو د تفاوت یادونه هم کړې او ویل شوي چې په جرمني کې د پوځ او پولیسو په جوړولو، روزلو او په وسلو سمبالولو پیسې نه دي لګول شوي.
د سیګار په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا له ۱۰۴ ملیارده او سل ملیون ډالرو څخه ۶۲ ملیارده پر افغان امنیتي ځواکونو لګول شوي دي.
اووه ملیارده او شپږ سوه ملیون ډالره نور له مخدرو موادو سره مبارزې ته ځانګړي شوي دي.
سیګار د مخدرو مواد پر ضد په مبارزې نژدې ۸ ملیارد ډالره لګول شوې پیسې د پوښتنې وړ بولي.
سیګار وايي چې د مخدرو موادو کاروبار د افغانستان مالي سیکتور له خطر سره مخامخ کړی او د افغانستان د دولت مشروعیت یې زیانمن کړی دی.
په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو د سرمفتش یا سیګار کارپوهانو اندېښنه ښکاره کړې چې د مخدرو موادو پرضد د امریکا هلو ځلو، سره له دې چې ډېرې ضروري او مهمې دي، لږ پرمختګ کړی او ممکن دا پرمختګ هم دوامدار نه وي.
په راپور کې یادونه شوې چې تېر کال د افغانستان د کورني ناخالص تولید وده ورو شوې او د افغانستان د تعلیمي برخې په اړه د دغه هیواد د حکومت له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر دقت ډېر باور نه لري.
راپور همداراز په افغانستان کې د عمر د زیاتېدو په اړه پر ورکړای شویو راپورونو شک ښکاره کړی دی.