تاند- د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن په نااعلان شوي سفر نن /دوشنبه/ کابل ته راغی.
الجزیرې تلویزیون کابل ته د ښاغلي شناهن له رسېدو سره سم د نوموړي له قوله وویل«دا ډېره مهمه ده چې افغان حکومت د افغانستان په اړه په خبرو کې دخیل وي.»
د ده اشاره د طالبانو او امریکایانو په خبرو کې د افغانستان د حکومت ګډون ته اشاره وه.
شناهن همداراز وویل، تراوسه پورې په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو په اړه هیڅ راز غوښتنه ورڅخه نه ده شوې.
شناهن به د افغانستان د سفر په لړ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني او د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو به خبرې ورسره وکړي.
ده افغانستان ته د خپل سفر پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل چې واشنګټن په سیمه کې مهمې امنیتي ګټې لري او غواړي چې د افغانستان په هره برخه کې د مېشتو قوماندانو خبرې واوري.
شناهن تېره میاشت د جېمز متیس له استعفا وروسته د امریکا د دفاع سرپرست وزیر شو.
متیس ظاهراً له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر سر له ولسمشر ټرمپ سره د اختلاف له کبله خپله دنده پرېښوده.
شناهن په داسې حال کې کابل ته رارسېدلی چې پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یوه لوی پلاوي سره بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته روان شو.