تاند- په کابل کې د امریکا د سفارت خاص شارژدافېر او سرپرست سفیر پرون /سې شنبه/ د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې د موافقې او انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي«ځانګړي شارژدافېر هوګو لورینس د سپټمبر په ۲۶ مه د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره ولیدل.»
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، ښاغلي لورینس – چې د امریکا د سفارت سرپرستي هم په غاړه لري – په دې تاکید وکاوه چې د امریکا حکومت د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې د تاریخي موافقې د تطبیق او بریالیتوب ملاتړ کوي او د افغانستان د حکومت او ولس په مشرۍ د سولې د هر اړخیزې او پراخې پروسې پر اړتیا ټینګار کوي.
د امریکا سرپرست سفیر سولې او ولسواکۍ ته د حکمتیار د ژمنې هرکلی وکړ او د بشري حقونو، د اساسي قانون د اصولو، د بیان د ازادۍ او د سولې او ثبات د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
دواړو خواوو په دې موافقه وکړه چې د اعتبار وړ، سرتاسري او شفاف انتخابات د افغان ملت او افغان قومونو د سولې او سوکالۍ د ګډ هدف لپاره مهم دي.