تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د میزان د مې د ټاکنو ورځې په پایته رسېدو دا امریکا سفارت افغانانو ته د دغې ورځې مبارکي ویلې ده، خو له خلکو یې غوښتي چې د ټاکنو تر پایلو پورې دې ارام واوسي.
د امریکا سفارت په یو ټویټ کې ویلي، تر ټاکنیزو پایلو پورې دې ارامښت وساتل شي او د افغانستان قوانینو ته دې ټول لوري خپله ژمنتیا ثابته کړي.
د امریکا سفارت ویلي، افغانان ځکه د مبارکۍ لایق دي چې له ګواښونو سره سره په پیاوړي هوډ راووتل او له خپل ډیموکراټیک حق څخه یې استفاده وکړه: (( خو له ټولو مو غوښتنه ده چې تر څو پورې ټاکنیز کمېسیونونه خپله پایله اعلانوي، ټول لوري باید اصولو او قوانینو ته په درناوي ارام پاتې شي.))
د امریکا سفارت نن د ټاکنو د ورځې له پیل سره هم مهاله ویلي وو له افغان ولس څخه ملاتړ کوي چې د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره راپورته شوی دی.