تاند- په افغانستان کې د امریکا سفارت نن /پنجشنبه/ وویل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید زیاته هڅه وکړي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ځنډېدلي انتخابات په میزان کې ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ انتخابات د حمل په پای کې وشي، وروسته د جوزا میاشت وټاکل شوه خو د درېم ځل لپاره د میزان شپږمه په پام کې ونیول شوه.
د امریکا سفارت د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه دا غوښتنه چې د میزان په میاشت کې د انتخاباتو ترسره کېدا یقیني کړي، وروسته له دې کوي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې ځنډېدلې پایلې اعلان شوې او داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی او د طالبانو په ګډون د یوه موقت حکومت د جوړېدو په خاطر نه غواړي چې د ولسمشرۍ انتخابات وشي.
تېره میاشت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، د سولې له هلوځلو سره موازي دې د انتخاباتو لپاره کار دوام وکړي خو که سوله ممکنه شوه بیا کېدای شي چې انتخابات وځنډول شي.
په افغانستان کې له انتخاباتو د امریکا له ملاتړه داسې ښکاري چې دا هیواد په لنډ وخت کې د سولې د خبرو د بریالیتوب هیله نه لري.
د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او افغان چارواکو غوښتي چې له خپله اړخه خپل مسوولیت ادا کړي چې افغانان سږ کال خپله خوښه په رایبکسونوکې څرګنده کړي.
د افغانستان انتخاباتي اورګانونو ته د امریکا د سفارت په سپارښتنو کې یوه دا ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید څرګند پلان وړاندې کړي او د بوجې غوښتنه وکړي، همداراز د رای ورکوونکو د نومونو د ثبتولو لپاره په کافي شمېر کارکوونکي وګوماري او روزنه ورکړي.
د امریکا سفارت همداراز وايي، افغانان د دې حق لري چې د سپټمبر په میاشت کې (میزان ۶) د رڼو انتخاباتو له لارې خپل راتلونکی مشر وټاکي.
«موږ تیار یوو چې په دې پروسه کې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو.»
روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز په ارګ کې له ولسمشر غني سره د انتخاباتو او د سولې د پروسې په اړه مفصلې خبرې وکړې.