تاند- په افغانستان کې د امریکا سفارت نن /یکشنبه/ وروسته له دې بند کړای شو چې پرون په بګرام هوايي ډګر کې پر امریکايي پوځیانو انتحاري برید وشو.

په همدې حال کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، په کابل کې د امریکا سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سفارت به د یکشنبې په ورځ د احتیاطي تدابیرو په خاطر د معمولي خدماتو پرمخ بند وي.

پرون په بګرام هوايي اډه کې دننه د کارګر په جامه کې یوه تن په انتحاري حملې ۲ امریکايی پوځیان او ۲ قراردادیان ووژل او ۱۷ نور امریکايي پوځیان ژوبل کړل.

په دې پېښه کې یو پولنډی سرتېری هم ژوبل شوی دی.

د بګرام تر حملې یوه ورځ وړاندې په مزارشریف کې د جرمني په کونسلګرۍ برید وشو چې ۶ تنه پکې ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

وسله والو طالبانو د دواړو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *