تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن د ټاکنو له کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتي چې په راڼه ډول او پوره همغږۍ خپلې چارې مخته یوسي.

راس ویلسن نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ویلي، د ولسواکۍ د ساتنې لپاره لازمه ده چې قوانینو او د مشارکت اصولو ته درناوی وشي.

ښاغلي ویلسن ویلي، له دواړو کمېسیونونو غواړي چې په شفاف او دقیق ډول خپل کار وکړي تر څو خلکو ته قانع کوونکې پایله په لاس ورکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه د نه همکارۍ شکایت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *