د امریکا سفیر

تاند، جمعه، د میزان ۵مه: په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د ولسمشر غني د هغو څرګندونو په تړاو توند غبرګون ښودلی چې وايي یو، ایس، ای، آی، ډي په افغانستان کې تر ټولو بې کفایته اداره ده.

 ولسمشر دا خبره دوه ورځې وړاندې له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې کړې او ویلی یې وو، د امریکا پراختیايي اداره په افغانستان کې ډېره بې کفایته ده.

خو اوس په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په خپله ټویټر پاڼه دا خبرې ناهیلې کوونکې بللې دي: (( ناهیلي شوو چې ولسمشر غني د امریکا د پراختیايي ادارې مرستې په ټول افغانستان کې له پامه غورځوي .))

ښاغلی باس زیاته کړې، سږ کال هم د ولسمشر غني په غوښتنه له کابل سره د امریکا مرستې د یو ګډ پلاوي لخوا ارزیابي شوې چې د افغانستان پلاوي دا ارزونه په ۲۰۱۹ کال کې پیل کړه او د امریکا له پراختیايي ادارې یې مننه وکړه.

 ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې امریکا هم د هغه د ادارې د ضعیفه ښودلو لپاره لومړی په کابل کې د خپل سفارت او بیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د تدارکاتو په کمېسیون کې د فساد په تړاو اندېښنه وښودله.

امریکا دا هم وویل چې له افغانستان څخه یې د فساد له کبله د بریښنا د یوې سترې پروژې ۱۰۰ میلیونه ډالر ګرځولي، خو مالیې وزارت وویل دا خبره زړه ده او د بریښنا شرکت د پخوانۍ رهبرۍ د کم ظرفیت له کبله رښتیا هم دا کار شوی دی.

په دې وروستیو کې د ولسمشر غني او امریکا اړیکې خرابې شوې ښکاري، خو شنونکي وايي، د امریکا ټوله مخه اوس عبدالله ته اوښتې او لاس یې هم د هغه پر اوږه ایښی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *