تاند- په کابل کې د امریکا سفیر د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دونالد ترمپ له بري وروسته وویل، د ترمپ بری به له افغانستان سره د امریکا پر اړیکو اغېز ونه کړي.

سفیر مایکل مک کینلي وویل، له افغانستان سره د امریکا اړیکې د انتخاباتو او یا په امریکا کې د مشرتابه د بدلون پر اساس نه دي تنظیم شوي.

ده همداراز وویل چې له افغانستان سره د مرستې په اړه د امریکا اوږدمهاله ژمنه د سږ کال د بروکسل په غونډه کې تمدید شوه.

مک کینلي تاکید وکاوه چې له افغانستان سره به د امریکا اړیکې ټینګې او نژدې پاتې شي ځکه چې د دوو هیوادونو اړیکې د ګوندونو پر بنیاد نه بلکې د دوو هیوادونو د ګډو ګټو، د دوو ولسونو د اړیکو او مشترکو ارزښتونو پر اساس جوړې شوي دي.

ده وویل، د امریکا نوی حکومت به په راتلونکو میاشتو کې جوړ شي خو د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان به لا هم د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ مهمه برخه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *