تاند- په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر د جنرال دوستم پر ضد د لویې څارنوالۍ د تحقیقاتو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې هیڅوک باید په هیڅ ځای کې تر قانون لوړ نه وي.
هوګو لورینس نن /سې شنبه/ وویل، د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عیدالرشید دوستم پر ضد د جنسي تېري او شکنجې په اړه لګېدلي تورونه خورا جدي دي او د افغانستان له عدلي او قضايي ادارو غواړي چې د دغو تورونو په اړه شفافې او منصفانه څېړنې وکړي.
په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق له جنرال عبدالرشید دوستم سره د ايتلاف له اعلانولو وروسته پرون په کابل کې حکومت ته خبرداري ورکړل او دوستم یې د دسیسې ښکار وباله.
دوستم، د بلخ والي عطا محمد نور او د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې ايتلاف جوړ کړ او ولسمشر غني یې د واک پر انحصار تورن کړ.
دوی ویلي چې د دوستم په ګډون به په افغانستان کې دننه د ولسمشر پر ضد د یو شمېر نورو کسانو په ګډون پراخ ايتلاف رسماً اعلان کړي.
په افغانستان کې د امریکا تر ټولو جګپوړي دیپلومات وویل، متحد ایالتونه د دوستم په قضیې کې د شفافو تحقیقاتو لپاره د افغانستان د عدلي او قضايی اورګانونو د هڅو بشپړ ملاتړ کوي.
ښاغلي لاورینس وویل«د جنسي تېري او شکنجې په شمول د لومړي مرستیال ولسمشر پر خلاف تورونه نهایتاً جدي دي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی څارنوال او نورو عدلي – قضايي چارواکو دقیقې څېړنې او پاملرنې ته اړتیا لري.»
ده وویل چې باید دا قضیه څوک قومي او سیاسي نه کړي.
نن ولسمشر غني وویل چې دوستم د لوی څارنوال په اجازه د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی او دی د لویې څارنوالۍ په چارو کې هیڅ راز مداخله نه کوي.
د امریکا سفیر د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې بیا کتنه یوازې په افغانستان پورې محدوده ونه بلله بلکې ویې ویل چې په دې ستراتیژۍ کې پاکستان، منځنۍ اسیا، ایران او د سیمې ترمنځ اړیکې شاملې دي.