د امریکا سفیر

تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: په کابل کې د امریکا سفیر وايي، درې مهم طالب زندانیان ځکه خوشې نه شول چې طالبانو د دغو زندانیانو له خوشې کېدو یوه وروسته خونړي بریدونه وکړل.

 د سه شنبې په ورځ ولسمشر غني اعلان وکړ چې انس حقاني، مالي خان او قاري رشید د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو کوین کینګ او تیموتي په بدل کې خوشې کوي، خو هیله یې وښودله چې دا کار به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اسانتیا رامنځته کړي.

 خو له دغې اعلان یوه وروسته یعني د چهار شنبې په ورځ طالبانو په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان برید وکړ او د پنجشنبې په ورخ یې هم په کابل کې د یو بهرني امنیتي شرکت په موټر چاودنه وکړه چې لږ تر لږه ۱۲ کسان په کې ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.

 اوس د امریکا سفیر جان باس په ټویټر لیکلي چې دوی د دریو طالب بندیانو په خوشې کولو د افغان ولسمشر ملاتړ کوي خو د دغو بندیانو د خوشې کېدو په اړه د نومبر د ۱۲مې او ۱۳مې د بریدونو څخه وروسته بیا ارزونه کوي.

 ښاغلي باس زیاته کړې، امریکا د افغانستان د ستراتیژیک ملګري به توګه په راتلونکو او بعدي اقداماتو کې له افغان حکومت سره په ګډه او له نږدې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا ویلي امریکا ملامته ده چې ټاکلي ځای او وخت کې یې د دوی بندیان ونه رسول، مګر افغان حکومت بیا نن تاند ته وویل، د بندیانو د تبادلې خنډ د طالبانو لخوا رامنځته شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *