تاند- په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو نوی سفیر جان باس وايي، پکار ده چې د بلخ له پخواني والي څخه نوي ته د دغه ولایت چارې په سوله ییز ډول ولېږدول شي.
جان باس، چې د سفیر په توګه د کار له پیلولو وروسته یې د لومړي ځل لپاره نن /پنجشنبه/ په کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل:
«موږ باور لرو چې دا ضروري ده چې دا لانجه او له پخواني والي عطا څخه نوي والي ته واک په سوله ییز ډول انتقال شي. په دې کې نور تشدد ته ځای نشته.»
د امریکا سفیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پینس د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټېلفوني مکالمه کې په مزارشریف کې په سوله ییز ډول نوي والي ته د واک پر انتقال خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت د عطا محمد نور استعفا ومنله او د هغه پر ځای یې انجنیر محمد داوود د بلخ والي وټاکه خو عطا محمد نور د ولسمشر غني پرېکړه نه مني او حاضر نه دی چې د بلخ ولایت پرېږدي.
د امریکا سفیر وویل، د بلخ مسله د افغانستان کورنۍ مسله ده او له امریکا یا کوم بل بهرني هیواد سره تړاو نه لري او پکار ده چې د افغانستان له اساسي قانون سره سمه حل شي.
سفیر په عین حال کې وویل چې دا د ولسمشر حق دی چې د یوه ولایت والي او نور چارواکي لېري کړي.
د امریکا سفیر په پاکستان کې د تروریستي ځالو په اړه وویل چې امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو ځالې نه شي منلی.