تاند- یوه امریکايي چارواکي د ولسمشر اوباما ادارې ته خبرداری ورکړ چې د امریکا له مهالوېش سره سم د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکولو ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د هڅولو لپاره د متحدو ایالتونو هڅې به احتمالاً ناکامې شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول ویلي، په یوه محرمانه مخابره شوي پیغام کې، چې په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنینګم  لیکلی، ویل شوي چې دی (سفیر) فکر نه کوي چې کرزی به د افغانستان د اپریل (۱۳۹۳ د حمل ۱۶مه) تر انتخاباتو مخکې د دې تړون له لاسلیکولو سره موافقه وکړي.

جېمز ګنینګم له ډېرې مودې راهیسي له افغان چارواکو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه د امریکا د استازي په توګه خبرې کوي.

واشنګټن پوسټ د هغو امریکايي چارواکو، چې د دې پیغام په اړه یې ورځپاڼې ته معلومات ورکړي نومونه نه دي څرګند کړي ځکه چې هغوی نه غوښتل چې نومونه یې خپاره شي.

پرون په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ له افغانستانه وغوښتل چې له امریکا سره امنیتي موافقه ژر تر ژره لاسلیک کړي.

ډنفرډ خبرداری ورکړ، که دا موافقه په وخت لاسلیک نه شي نړیوال پوځیان به د خپلو هیوادونو د پارلمانونو ملاتړ له لاسه ورکړي.

نوموړي دغه راز وویل چې امنیتي او دفاعي سند په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکې ماموریت لپاره یو چوکاټ دی.

په همدې منځ کې رویټرز خبري اژانس ویلي چې د افغانستان او امریکا اړیکې د حامد کرزي له لوري د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو په خاطر له مخکې څخه تقریباً د غوڅېدو په درشل کې دي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه وايي که د افغانستان حکومت غواړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته امریکايي پوځیان په دغه هیواد کې پاتې شي نو په څو اوونیو کې دې دا موافقه لاسلیک کړي.

که امنیتي موافقه ونه شي امریکا ممکن خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي او افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره جګړې ته یوازې پرېږدي.

کرزي ویلي چې کېدای شي دا موافقه بل ولسمشر، چې د راتلونکي لمریز کال د حمل د میاشتې د انتخاباتو په نتیجه کې به واک ته ورسېږي، لاسلیک کړي.

امریکا اوس په افغانستان کې ۴۶ زره پوځیان لري خو په راتلونکو څو میاشتو کې به د دغو ځواکونو شمېر ۳۴ زرو ته رالږ کړي.

2 thoughts on “د امریکا سفیر په یوه پټ پیغام کې ویلي چې کرزی امنیتي موافقه نه لاسلیکوي”
  1. ښکاره خبره ده چی کرزی به دغه موافقه چی پښتانه پکی زیان وینی هیڅ کله هم لاسلیک نکړی په لومړیو کی ډیری افغانان حتی پښتنو هم په حامدکرزی داملامتیا اچوله چی ګنی باید دغه موافقه دی ژرترژره لاسلیک شی خووروسته دامالومه شوه چی کرزی به حقه دی اوکومی وړاند وینی یی چی پدی هکله کړی هغه دورځی په تیریدوسره رښتیانی بڼه پیداکوی ځینی دقدرت تږی لکه شمالی ټلواله اوپه سر کی یی داکتر عبدالله پدی لټه کی دی ترڅودغه مهم سند په حامد کرزی امضا کړی اوخپله په قدرت ورسیږی اووروسته هرڅه چی کیږی په پښتنو اوپښتون میشتو سیموبه تیریږی اوددی سند راتلونکی ستر مسوولیت اوبدنامی دکرزی په غاړه واچوی لکه څنګه مخکی ماویلی ؤ اوس هم وایم چی هیڅ کله به یی حامد کرزی دغه سند لاسلیک نکړی ترڅوراتلونکوټاکنوته پرته له عبدالله بل څوک بریالی کاندید باندی ډاډه نشی ځکه کرزی پوهیږی چی که دغه دقدرت تږی داځل قدرت ته ورسید نوراتلونکی لسوکلونوته به خلک ثانیه شماری کوی اویاهم دزور په واسطه به له مینځه ځی

  2. به نظر من که اغای کرزی بازهم مانند سردار داود خان که همرای سعودی عرب معامله کرده بود در قبال روس های که سعودی عرب وعده کمکهای مالی را همرای داود خان کرده ولی بدبختانه روس ها دسیسه را بالا سردار داود خان جور نموده و وی را از بین بوردن همین قسم کرزی هم همرای سعودی عرب شاید که وعده های اقتصادی کرده باشد و خواسته باشد از کرزی که خارجی هارا ز مملکت بکش ممالک اسلامی همرای افغانستان کمکهای مالی خواهند کرد پس ما هم خوش هستیم که خارجی ها باید در کشور ما نباشند از طرف دیگر ممالک عربی نیز به وعده های خود وفا کنند لیکن سوال در اینجا هست که اگر با امریکا سند امنیتی امضاء نشود امربکا افغانستان را به حال خود باقی نخواهد ماند بلکه باز در کشور ما جنگهای داخلی را دامن خواهد زد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *