تاند- د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلانه یوه ورځ وروسته د امریکا سمندري ځواکونه نن /شنبه/ نارام هلمند ته ورسېدل.
دا د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموریت له ختمېدو وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا سمندري ځواکونه افغانستان ته بیا لېږل کېږي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په هلمند کې د امریکايي پوځیانو د راتګ هرکلی وکړ.
شاوخوا ۳۰۰ امریکايي سمندري ځواکونه به، چې د ناټو د روزونکي ماموریت برخه ګڼل کېږي، په هلمند کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې دنده په غاړه ولري.
طالبان د هلمند په ۱۴ ولسوالیو کې ۱۰ یا کاملاً په کنټرول کې لري او یا یې ډېرې برخې په لاس کې دي.
حاضردمه په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي او او ۵۰۰۰ د ناټو د نورو غړیو هیوادونو ځواکونه مېشت دي.