تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: د امریکا د سنا جرګې یو پلاوي پاکستان ته له سفر وروسته په کابل کې له ولسمشر غني سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د جمهوري نظام دوام غواړي.

ارګ په دې تړاو تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا د سنا جرګې پلاوي ولسمشر غني ته ټینګار کړی چې د دوه لسیزو لاسته راوړنو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د خبرپاڼې په حواله امریکايي پلاوي د میزان د شپږمې ټاکنې بریالۍ بللي او زیاته کړې یې ده چې د سولې په مذاکراتو کې امریکا د افغانستان د جمهوري نظام د دوام غوښتونکې ده.

د امریکا د سنا جرګې پلاوي څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو.

د امریکا د سنا جرګې ډېر غړي د سولې په تړاو د ټرمپ له بیړنۍ پالېسۍ سره مخالف دي او شنونکي وايي، همدا وجه ده چې ټرمپ مجبورا له طالبانو سره د سولې خبرې اترې درولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *