ناټو- د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې هغو افغانانو ته، چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی، ۴ زره نورې وېزې تصویب کړې.
په افغانستنان کې د امریکايي پوځیانو د ترجمانانو او نورو افغان همکارانو د وېزې پروګرام د ټرمپ له واک ته رسېدو سره له خطر سره مخامخ شوی و.
د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې غړیو په ځلونو هغو افغانانو ته د وېزې د ورکولو دفاع کړې چې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو ترجماني کړې یا یې ورسره کار کړی او اوس یې ژوند په افغانستاتن کې له خطر سره مخامخ دی.