په ځینو مواردو کې امریکا د افغانستان په داخلي جنجالونو کې ټینګار کوي چې دا دې حل شي او د دې موقع دې نه برابریږي چې په تاوتریخوالي بدل شي.

د حکومت او د بلخ د والي په تړاو د وروستیو جنجالونو په تړاو کابل کې لومړی د امریکا سفیر غوښتنه وکړه چې دا موضوع دې په سوله ییز ډول حل شي، له دې وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس له جمهور رییس سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د بلخ موضوع یو طرف ته کړي او بل والي معرفي کړي.

د چهارشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ یوه اعلامیه خپره کړه چې په ښکاره یې ویلي و، امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پلوي نه ده او ښه دا ده چې د بلخ موضوع پرته له تاوتریخوالي حل شي او بل والي کار پيل کړي.

د بلخ د موضوع په تړاو د امریکا دا څرګندونې ځینو هغو ډلو، اشخاصو او مخالفینو داسې تعبیر کړې چې ګنې امریکا د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او هر هغه څه چې امریکا په افغانستان کې وغواړي د افغان حکومت له ارادې پرته او یا پرافغان حکومت فشار راوړي چې هغه کار وکړي.

امریکا چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت تر څنګ د افغانستان یو قوي متحد دی او د افغانستان په بیا رغونه کې یې له افغانانو سره زیاتې مرستې کړي او کوي یې، هیڅکله هم نه غواړي چې د کلونو لاسته راوړنې یې یو کس له منځه یوسي او یا یې له ګواښ سره کړي.

د بلخ والي او امثالهم که هر کله د افغان حکومت پروړاندې دریځ نیسي او افغان حکومت له مصلحتونو کار اخلي او یا ځینې نور نزاکتونه، نو دا په دې مانا نه دي چې ګنې د حکومت زور نه رسیږي، حکومت پوهیږي چې که داسې موضوعات په تاوتریخوالي بدل شي، دښمنان ترې ګټه اخلي.

افغانستان کې به تاسو لیدلي وي چې زیات کسان چې چارواکي او یا په نورو برخو کې مافیا و، د امریکا په پيسو پړسیدلي دي او امریکا ورسره یو شنګ یارانه کړې، نو له همدې کبله کله ـ کله امریکا پرې غږ کوي چې نباید د جګړو تېر وخت ته وګرځي.

د امریکا پام چې اوس په افغانستان کې زیات دی، یو لامل دا دی چې امریکا پوهیږي چې په دې هېواد کې د ترهګرو لپاره بستر شته او که ترهګر قوي مرکزونه پیدا کړي، د سیمې هېوادونو تر څنګ امریکا هم ګواښلی شي.

امریکا که له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، په دې مانا چې افغان ځواکونه د ټولې نړۍ په نمایندګۍ له ترهګرۍ سره په مبارزه اخته دي، هغه ترهګري چې قرباني یې افغانان ورکوي او ګټې يې نور اخلي.

همدا امریکا وه چې د طالبانو د ریژیم له نسکوریدو وروسته یې د افغانستان د ولسواکۍ بنسټ کیښود او یو داسې نظام یې رامنځ ته کړ چې تر نن پورې زیاتې لاس ته راوړنې لري، نو امریکا چې د حکومتونو په رامنځ ته کولو او ظرفیت جوړونه کې له افغانانو سره میلیاردونه ډالر مرستې کړي، اوس مجبور دي د خپلو مصرف شویو پیسو په اساس لاسته راوړنو په تړاو هم انديښنه وښيي.

نو ځینې وخت د امریکا غوښتنه چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره وي، افراطي طالبان او نور سخت دریځي یې ښکته پورته کوي چې ګنې دا حکومت واک نه لري او هر څه یې د امریکا په خوښه دي، خو داسې نه ده، حکومت یواځې له دې امله له مصلحت او حوصلې کار اخلي چې هره د تاوتریخوالي پېښه د دښمن په ګټه ده، د افغانانو دښمن هر وخت په کمین کې دی او د دې انتظار باسي چې څنګه ورته موقع برابره شي چې خپل کار وباسي.

نو په هره پریکړه او هر دریځ کې د خپل حکومت ملاتړ پکار دی چې د بهرني دښمن تر څنګ کورنۍ مافیا او نورو ځان غوښتونکو سره کلکه مبارزه وکړي او د حکومت له چوکاټ هغه خلک وباسي چې هر کله په خپلو ګټو حکومت ګواښ او ملي ګټې له شخصي ګټو قربانوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *