تاند- د امریکا د فدرالي ادارې چارواکي وايي چې د نیویارک د وروستۍ چاودنې په تړاو د یوه افغان د نیولو هڅه کوي.
امریکايي رسنۍ وايي چې د ایف بي آی یا د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې مامورین د احمد خان رهامي په نوم د یوه افغان د موندلو په لټه کې دي.
د دوی په وینا رهامي ممکن په وسلو سمبال وي.
د رهامي په اړه، ډېر څه نه دي ویل شوي خو د نوموړي د عکس ترڅنګ یوازې د هغه عمر ۲۲ کلن ښودل شوی دی.
پولیسو نه دي ویلي چې د نیویارک د منهاټن په چاودنه کې د دغه افغان، چې د امریکا تابعیت او پاسپورټ یې اخیستی دی، د لاس لرلو په اړه یې کوم شواهد ترلاسه کړي دي.
سره له دې چې لا څرګنده شوې نه ده چې د نیویارک د منهاټن پېښه تروریستي حمله وه او که نه وه، د ایف بي آی چارواکي د رهامي د نیولو په لټه کې دي.
د منهاټن چاودنه د شنبې په ورځ ناوخته د ماښام په ۹ بجې وشوه، او ۲۹ تنه پکې ژوبل شول.
ډ امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې چارواکو له خلکو غوښتي چې که د دغه کس په اړه هرزار معلومات ولري، له دوی سره دې شریک کړي. دې ادارې په عین حال کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې ممکن رهامي په وسله سمبال او خطرناک وي.