تاند- د امریکا د پوځ لسمې غرنۍ فرقې د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې رسماً خپل عملیات پای ته ورسول.

باسټن ګلوب ورځپاڼې له بګرام څخه په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې امریکايي قومندانان زړه نا زړه دي چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره کافي امکانات او ځواکونه ولري او که ونه لري خو د لسمې غرنۍ فرقې د فعالیت پای ته رسېدا او د خپل هیواد په لور د هغو روانېدا په افغانستان کې د جګړې د بس کولو لپاره د امریکا د ارادې یوه بله نښه ده.

د امریکا د لسمې غرنۍ فرقې ځواکونه له ۲۰۰۱ څخه پنځه ځلي افغانستان ته لېږل شوي. دوی د افغانستان د ختیځ په خطرناکو او زیاتو نارامو ولایتونو کې هم عملیات کړي دي.

دا ځواکونه نن /چهارشنبه/ د نیویارک فورټ درم (Fort Drum) ته روان شول.

د دوی یو شمېر پوځیان به یوه اوونۍ وروسته روان شي خو د فرقې قومندان وايي چې په افغانستان کې یې ماموریت لږترلږه د اوس لپاره بشپړ شوی دی.

د ۲۰۰۱ میلادي کال په مني کې لسمه غرنۍ فرقه د امریکا د پوځ لومړنی مهم ځواک و چې د امریکا د خاصو ځواکونو د ملاتړ لپاره افغانستان ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *