تاند- د افغانستان حکومت د امریکا له لوري په افغانستان کې د ټېلفوني مکالمو اورېدل د خپل هیواد د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه وبلله.

د افغانستان کابینې د ویکي لیکس له لوري د یوه راپور له خپرېدو وروسته نن وویل، د امریکایانو له خوا د افغانانو د ټېلفوني خبرو اورېدل د هغې موافقې سرغړونه ده چې د ږغ اورېدونکو الو د نصبولو په اړه دواړو خواوو لاسلیک کړې وه.

د ویکي لیکس د افشاګرې ویبپاڼې مشر جولیان اسانژ تېره اوونۍ وویل چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تقریباً ټولې ټېلفوني مکالمې پکې د امریکایانو له لوري ثبت کېږي.

د ولسمشر کرزي په مشرۍ د کابینې په نننۍ غونډه کې د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین وویل چې د افغانانو ټېلفوني خبرې د هغو الو په وسیله ثبت شوي چې امریکايي او بریتانیايي پوځیانو په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره نصب کړي دي.

کابینې د کورنیو چارو او مخابراتو له وزیرانو وغوښتل چې د دغو الو د فعالیت مخه فوراً ونیسي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د وزیرانو شورا د افغانستان د ملي امنیت له سلاکاره وغوښتل چې د دې غیرقانوني فعالیت په خاطر د افغانستان د حکومت سخته خوابدي او نارضایتي امریکا ته اعلان کړي او له دغه هیواد سره دا مسله وشاربي.

تېر کال د سعودي عربستان یوې ورځپاڼې عرب نیوز د لوېدیځو سرچینو په قول ویلي و چې د امریکا د ملي امنیت ادارې (استخبارات) په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ ملیارده ټېلفوني مکالمې اورېدلي او ثبت کړي دي.

د افغانستان حکومت پخوا د دې ډول راپورونو د خپرېدو په هکله ویلي و چې کره شواهد او اسناد نه لري چې داسي ادعاوې ثابتې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *