جان ګلین

تاند – د امریکا د متحده ایالاتو لومړنی ستورمزلی جان ګلېن نن /د ډسمبر په ۹مه/ د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

جان ګلېن په اوهایو ایالت کې د کولمبوس د سرطاني ناروغانو په روغتون کې له یوې اونۍ نه ډېر بستر څخه وروسته مړ شو.

ښاغلی ګلېن هغه وخت د امریکایانو لپاره په ملي اتل بدل شو چې په ۱۹۶۲ کال کې د ځمکې له مدار نه ووت او فضا ته والوت. تر ده مخکې روسي یوري ګاګارین په ۱۹۶۱ کال کې فضا ته الوتنه کړې وه.

افغان اتل عبدالاحد مومند
افغان اتل عبدالاحد مومند

د یادونې وړ ده چې د ۱۹۸۸ د اګست په ۲۹مه افغان ستورمزلي او ملي اتل عبدالاحد مومند هم د شوروي اتحاد له یوه فضایي ماموریت سره یوځای فضا ته الوتنه وکړه او ځمکې ته له بېرته راستنېدلو څخه مخکې یې د میر په فضایي سټېشن کې ۹ ورځې وخت تېر کړ.

ویل کیږي چې جان ګلېن د امریکایانو لپاره په دوه لویو جګړو کې برخه اخیستې وه، پیلوټ وو، د دغه هېواد د چټکې الوتنې ریکارډ یې درلود او ۲۴ کاله د متحده ایالاتو د مشرانو جرګه کې د اوهایو سناتور وو. جان ګلېن په ۱۹۸۴ کال کې د دیموکراتانو د ګوند په استازیتوب د ولسمشرۍ ترلاسه کولو لپاره سیالي هم وکړه خو پاتې راغی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *