تاند- د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د هلوځلو د پلان او د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ د ارزونې لپاره بګرام هوايي اډې ته راورسېد.

دانفورډ په الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل«غواړم چې له اصلي سلاکارانو سره خبرې وکړم چې هره ورځ په میدان کې له افغانانو سره کار کوي او په دې اړه نتیجه واخلم چې موږ په څه حالت کې یوو.»

امریکايي رسنۍ وايي چې لوی درستیز دانفورډ له غیرمعمولي لویې ډلې سره افغانستان ته تللی دی. له ده سره په دې سفر کې د لوی درستیز د دفتر جګپوړي مامورین ملګري دي.

د لوی درستیز استخباراتي، لوژیستیکي او ستراتیژیکي چارواکي او سلاکار ډګر جنرال جان ډبلیو تراکسیل هم په دې سفر کې له ښاغلي دانفورډ سره مله دي.

ډانفورډ په بګرام هوايي اډه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن سره ولیدل.

تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې نوموړی به له کومو افغان چارواکو سره کله وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *